د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر: زما له درده یو الله خبر و، خو د وطن په خاطر ولوبېدم


اصغر ستانکزی اپنډکس شوی وو
اصغر ستانکزی اپنډکس شوی وو

افغانستان د جمعې په ورځ (مارچ۲۳) په زمبابوې کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه او د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته ووت.

له بري وروسته د افغانستان د کرکټ‌ ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي امریکا غږ سره خبرې وکړې. ستانکزي‌ وویل چې د افغانستان دا ډول بری او نړیوال جام ته تګ معجزه وه، ځکه "ټولې لوبې داسې وشوې چې افغانستان ته یې" د بري لاره هواره کړه.

کپټان ستانکزی څو اونۍ مخکي اپنډکس شو او عملیات یې وکړ، خو له څو ورځې ارام وروسته بېرته لوبډلې ته را وګرځېده. افغانستان اووه لوبې وکړې چې په پنځو کې یې اصغر نه و. له ایرلنډ سره په لوبې کې اصغر په داسې یو حالت کې لوبې ته راغی چې پر افغان لوبغاړو فشار و، خو له څو منډو وروسته یې دردونه وپارېدل.

ستانکزي وویل"دردونه مې زیات وو،‌ یو زه او یو الله زما په حال خبر و، خو د وطن په خاطر میدان ته راغلم. "

په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کرکټ مینوالو اصغر ستانکزی ستایلی دی چې په ټپي حالت کې میدان ته راغی او د هېواد لپاره یې لوبې‌ وکړ. هغه وویل که ډاکټر ورته اجازه ورکړه، له ویسټ انډیز سره به سیالۍ کې به کوي، که یې اجازه ورنکړه ارام به کوي.

اصغر ستانکزي دا خبره هم وکړه چې د لوبې پر مهال یې سمیع الله شینواري‌ ته دا سپارښتنه کړې وه چې د غټ شارټ وهلو هڅه دې ونکړي‌ هغه وویل "ما سمیع ته وویل چې ته به شاټ‌ نه وهي، که وهم یې زه به یې وهم، ته به دا لوبه تر اخره رسوي. خو وروسته مې بیا نجیب ته وویل،‌ که دغه بالر درته درته د شاټ‌ وهلو بال وکړ، ورځه پرې."

ښاغلي‌ ستانکزي د ټولنیزو رسنیو پر ځینو مینوال دا نیوکه هم وکړه چې د لوبډلې د ماتې پر مهال پر لوبغاړو او بورډ نیوکې کوي هغه وویل "هېڅ لوبغاړی نغواړي چې لوبه وبایلي. په سختو ورځو کې زه د افغانانو تشویق غواړم، په ښو وروځو کې خو هر څوک تشویق کوي."

له ښاغلي‌ستانکزي سره د جعفر هاند مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:59 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG