د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان څخه راغلي کډوال ښوونځي غواړي


تیر کال یو میلیون کډوال بیرته راستانه شوي دي او د هغو ولایتونو ښوونځي د ډېرو زده کوونکو تر فشار لاندې دي.
تیر کال یو میلیون کډوال بیرته راستانه شوي دي او د هغو ولایتونو ښوونځي د ډېرو زده کوونکو تر فشار لاندې دي.

په ننګرهار کې له پاکستانه راستنې شوې کډوالۍ کورنۍ وايي چې حکومت دې د هغوی اولادونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، خو د ولایت د پوهنې رئیس وايي تر ۳۲ زره راستانه شوي کډوال زده کونکي به په ښوونځیو کې جذب کړي.

تیر کال شاوخوا یو میلیون افغان کډوال له ګاونډي پاکستانه د طورخم پر دروازه راوښتي او چارواکي وايي اتیا سلنه یې په ننګرهار کې دېره شوي دي.

دغه کډوال د نورو مشکلاتو سربېره د خپلو اولادونو راتلونکې ته اندیښمن دي.

دوی وايي د راتګ یې څلور میاشتې وشوې، خو تر اوسه یې ورته تعلیمي اسانتیاوې نه دي راسمې شوي.

د احمد په نوم یو راستون شوی کډوال زده کونکي امریکا غږ ته وویل:"هلته په شپږم ټولګي کې وم، دلته بس راغلی یم او هسې ګرځم، ډېر خفه یم چې هیڅ ښوونځي ته نه یم ورغلی".

د همدې کورنۍ مشر پنځه دېرش کلن فاروق وايي بچیانو یې په پاکستان کې ښوونځی لوست، خو دلته یې راتلونکي ته اندېښمن دي.

نوموړی وايي"زمونږ ټولو ماشومانو هلته درس وایه، خو دلته هیڅ بندوبس نشته، حکومت دې زمونږ د بچیانو غم وکړي".

له پاکستانه د راکډه شویو کورنیو میندې هم د حکومت څخه د خپلو لوڼو لپاره ښوونځي غواړی.
له پاکستانه د راکډه شویو کورنیو میندې هم د حکومت څخه د خپلو لوڼو لپاره ښوونځي غواړی.

له پاکستانه د راکډه شویو کورنیو میندې هم پر حکومت د خپلو لوڼو د روزنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

د کور یوه مشره مېرمن وايي" دا لوڼې مې هلته په ښوونځي کې وې او دلته هلکان نه شي تلای، نو جینکۍ به څه لاړې شي".

خو د ننګرهار د پوهنې ادارې ویاند اصف شینواری وايي په دې کال کې یې تر ۳۲ زره هغه زده کونکي ثبت کړي چې د پاکستاني ښوونځیو اسناد یې نه لرل.

نوموړي وایي " تر ۳۲ زره هغه زده کونکي مو راجستر کړي او په ښوونځيو کې کېنولي دي. مونږ به ترې ځانګړې ازموینه اخلو او وروسته به یې په مناسبو ټولګیو کې کېنوو".

ښاغلی شینواری وايي دغه امتحان به ممکن د حوت په میاشت کې واخیستل شي.

هغه زیاتوي هغه زه کوونکي ښوونځیو ته جذب شوي دي چې له پاکستاني ښوونځیو نه یې قانوني اسناد راوړي وو.

XS
SM
MD
LG