د لاس رسي وړ اتصالات

۶۰۰ زره راستانه شوي کډوال ننګرهار کې میشت شوي


روان کال افغانستان ته څه د پاسه یو ملیون ک‌‌‌‌‌‌ډوال راستانه شوي
روان کال افغانستان ته څه د پاسه یو ملیون ک‌‌‌‌‌‌ډوال راستانه شوي

د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت مرستیال احمد ولي حکیمي وايي چې روان کال افغانستان ته څه د پاسه یو ملیون ک‌‌‌‌‌‌ډوال راستانه شوي چې ‌‌‌‌‌‌ډېره برخه یې له پاکستان څخه دي.

هغه وايي چې په دغو ک‌‌‌‌‌‌ډوالو کې شپېته سلنه یې په ننګرهار ولایت کې میشت شوي دي.

نوموړی وايي چې د دغو ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره یې په ننګرهار ولایت کې دوه ښارګوټي ځانګړي کړي چې په یو یې کار پیل کړی او دېرش زره کورنۍ به په کې ځای پر ځای شي.

هغه وایي چې یو ښارګوټی یې په لغمان کې هم تازه پرانستی چې دولس زره کورنیو ته به پکې د اوسېدو زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې دې غونډې ته په افغانستان کې د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د نړیوال سازمان یا ای او ایم د حکومتي او عامه اړیکو مشر نصیر احمد حیدرزي وویل چې افغانستان ته په روان کال کې د راستنو شویو ک‌‌‌‌‌‌ډوالو له ‌‌‌‌‌‌ډلې شپږ لکه او شپېته زره یې غیر راجستر کډوال دي چې اکثره یې له پاکستان څخه راغلي دي.

نوموړی وايي چې د دوی اداره په تورخم کې راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او لنډ ‌مهالی مېشت ځای برابروي تر څو په بیابانونو شپې ونه کړي او همدا رنګه د هرې راجستر شوې کورنۍ هر غړي ته له درې سوه څخه تر څلور سوه امریکايي ‌‌‌‌‌‌ډالر هم ورکوي.

په ننګرهار ولایت کې چارواکو او ولایتي شورا غړو ویل چې حکومت او نړیواله ټولنه دې د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو لپاره د سرپنا غم وخوري.

دا ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې نمانځل کیږي چې لا هم له دغه هیواد څخه لودیځو شتمنو هیوادونو ته په غیرقانوي توګه د افغانانو د تګ لړۍ دوام لري.

د ملګروملتونو د شمیرنو له مخې د روان عیسوي کال د جولای، اګسټ او سپټامبر په میاشتو کې له شپیته زرو څخه زیاتو افغانانو په اروپایي هیوادونو کې د پناه غوښتنې کړې وې.

XS
SM
MD
LG