د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی: طالبان په خپلو ژمنو عمل نکوي 


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي غلام محمد اسحاقزي د افغانستان په اړه د امنیت شورا په ځانګړي غونډه کې وویل طالبانو چې په دوحه او نورو نړیوالو غونډو کې کومې ژمنې کړې وې، یوه هم نه ده عملي کړې.

دا غونډه نن دوشنبه اګست ۱۶ (زمري۲۵) وشوه. ښاغلي اسحاقزي وویل چې طالبانو په کندهار او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پوځي او غیر پوځي خلک وژلي او دا ډله باید پرېنښودل شي‌ چې په کابل کې هم دا کار وکړي.

هغه په کابل کې د ځینو اوسېدونکو له قوله وویل چې طالبان په ښار کې کور په کور ګرځي او نوملیکنې کوي چې تر خپل هدف لاندې کسان پیدا کړي. نوموړي وویل چې په کابل کې د هدفي‌ وژنو او چور تالان راپورونه هم خپاره شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي دا خبره هم وکړه چې لا هم په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې امکان شته او د ملګرو ملتونو مشر او د امنیت شورا باید په افغانستان کې د خشونت د سملاسې بندېدو او نړیوالو قوانینو ته د درناوي غږ وکړي.

نوموړي له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخامخ کسانو د ژغورلو لپاره باید د بشر پالنې یوه دهلیز جوړ شي او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې افغانانو ته خپلې دروازې پرانیزي.

د افغانستان استازي دا خبره هم وکړه چې د امنیت شورا باید د یو همه شمول انتقالي حکومت غوښتنه وکړي. په غونډه کې د امریکا، بریتانیا، فرانسې، ایرلنډ، استونیا او ناروې په ګډون ټولو هېوادونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه او له افغانانو سره یې د خپلو مرستو ژمنې بیا تازه کړې.

د امنیت د شورا مشر وویل چې د افغانستان په اړه به خپل بحثونه روان ساتي.

XS
SM
MD
LG