د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې ته لویه ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې نن دوشنبه مارچ ۱۳ (کب۲۲) په یوې ورځنۍ لوبې کې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په توپیر لویه ماتې ورکړه.

افغانستان په پوره ۵۰ اورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې هدف ټاکلی و خو بنګله دېشي لوبغاړو د افغان توپ‌ اچوونکو په وړاندې ډېر مقاومت ونکړ.

په افغان لوبغاړو کې سهیل خان ۱۰۰ منډې وکړې او ښه وځلېده. سلیمان عربزي ۵۵، محمد هارون ۴۳ او اکرم محمدزي ۲۸ منډې وکړې. دا یوه دوستانه لوبه وه چې په ابوظبۍ کې وشوه.

د لوبې پچه د بنګله دېش تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې وګټله او د افغانستان تر نولس کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډلې لوبغاړې سهیل خان، سیلمان عربزی، محمد هارون او اکرام محمدزی پخپلې لوبډلې کې ښه وځلېدل.

په افغان لوبډلې کې سهیل خان، هارون خان، سیلمان عربزی، نعمان شاه، کامران هوتک، اکرم محمدزی، نصیر حسین، فرهان عثماني، جاوید پکتین، فریدون او یما عرب شامل وو.

ټاکل شوې د افغانستان او بنګله تر نولس کلنو کم عمر لوبډلو ترمنځ څلور یو ورځنۍ سیالۍ هم تر سره شي.

افغان کرکټ بورډ تر دې مخکې ويلي چې ټاکل شوې د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزې سیالۍ هم د همدې میاشتې په ۱۸ نېټه پیل شي چې د یادې میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې به دوام ومومي.

د افغانستان کرکټ بورډ همدارنګه زياته کړې چې ټاکل شوې په را تلوونکې اپرېل مياشت کې د افغانستان په کوربتوب د دواړو هيوادونو تر نولس کلنو کم عمره لوبډلو تر منځ دوې يو ورځينۍ سيالۍ هم تر سره شي

XS
SM
MD
LG