د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (دبلیو اف پي) د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت په اړه رپوټ خپور کړی دی. په دې رپوټ کې افغانستان لا هم د ټیټې ودې سره مخ او د عامو وګړو اقتصادي وضعیت هم زیانمنونکی بلل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان میاشتنی رپوټ وایي د کډوالو دوامداره راستنېدل، د اقلیم اړوند ستونزې لکه وچکالۍ او د تاوتریخوالي په شمول د سیمې سوداګریزو ستونزو ددې هیواد اقتصاد د لا فشار سره مخ کړی دی.
رپوټ زیاتوي چې که څه هم ځینې مثبت بدلونونه لکه د عوایدو زیاتوالی، د پیسو نسبي ثبات او د افغانیو د ارزښت لوړوالی لیدل کېږي، خو د خصوصي پانګونې کمښت، په چټکۍ د نفوس زیاتیدل او سوداګرۍ او نړیوال بازار ته محدود لاسرسی لا هم د کارموندنې او د خلکو د عاید پر کچې منفي اغېز لري.
په رپوټ کې د بیو وضعیت ته په کتو افغانستان کې د انفلاسیون یا د بیو عمومي لوړېدلو کچه لوړه شوې ده. د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر میاشتې پورې عمومي انفلاسیون شاوخوا ۷.۷ سلنې ته رسېدلی، حال دا چې تېر کال په همدې موده کې منفي و. د خوړو بیې ۸.۱ سلنه لوړې شوې دي، چې تر ډېره د مېوو، ډوډۍ او غلو، غوړیو او غوښې په بیو کې زیاتوالی تر سترګو کیږي. همدارنګه د خوړو پرته نور لګښتونه هم لوړ شوي، په ځانګړي ډول د روغتیا او کورونو کرایه، چې یو لامل یې يه چټکۍ او زیات شمیر د کډوالو ستنېدل بلل شوي.
رپوټ وایي د اسعارو په برخه کې، افغانۍ د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د ډالر پر وړاندې لا پیاوړې شوې وه. د یوه امریکایي ډالر بیه په منځنۍ توګه شاوخوا ۶۴ افغانۍ وه. دا حالت د وارداتي توکو، په ځانګړي ډول د خوړو او سون توکو د بیو په کنټرول کې مرسته کړې ده.
خو پدې رپوټ کې راغلي چې د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې لا هم دوام لري. د پاکستان له لارې د سرحدي لارو بندېدل او تاوتریخوالی د سوداګرۍ پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی. که څه هم ځینې توکي د ایران او د منځنۍ اسیا له لارو واردېږي، خو دا لارې اوږدې او لګښتونه یې لوړ دي. له همدې امله صادرات کم شوي دي. اوس مهال ایران د افغانستان تر ټولو مهم سوداګریز شریک ګنل کیږي او شاوخوا ۶۰ سلنه واردات د ایران له لارې ترسره کېږي.
رپوټ د سون توکو په برخه کې زیاتوي چې، د ډیزلو بیه هم ټېټه شوې ده او په فبرورۍ کې په لیټر شاوخوا ۵۹.۷ افغانۍ ته رسېدلې ده، چې د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې دا تر ټولو ټیټه بیه ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان میاشتنی رپوټ کې ویل شوي چې د کار فرصتونه لا هم محدود دي. د غیر ماهرو کارګرو د کار ورځنۍ مزدوري شاوخوا ۲۹۴ افغانیو ته راټیټه شوې. د ژمي موسم، د کرنې او ودانیزو کارونو کمښت او د کډوالو زیاتوالی د کار بازار تر فشار لاندې راوستی دی.
رپوټ وایي په ټوله کې که څه هم ځینې اقتصادي شاخصونه لکه د افغانۍ ارزښت او د ځینو توکو بیې نسبي ثبات ښيي، خو بېکاري، د خوراکي توکو لوړې بیې او د سوداګرۍ ستونزې لا هم د ډېرو افغان کورنیو د ژوند پر وضعیت ناوړه اغېز کوي.
فورم \ دبحث خونه