د لاس رسي وړ اتصالات

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې ورکولو حق ځنډول شوی


د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو کې د افغانستان د رایې ورکولو حق ځنډول شوی دی، علت یې دا دی چې افغانستان د خپل غړیتوب پېسې نه دي ورکړي.

د ملګرو ملتونو د قانون په اساس، هر غړی هېواد چې تر دوو کالونو په زیاته موده کې د خپل غړیتوپ پېسې ورنه کړي، د رایې ورکولو حق یې ځنډول کېږي.

په دغې مسئلې باندې خبرې یوې سرچېنې ویلي چې افغانستان او ځینو نورو هېوادونو خپل حق العضویت نه دی ورکړی او دا یوه تخنیکي مسئله ده، سیاسي نه ده.

دغې سرچنې، چې نه یې غوښتل نوم يې په راپور کې یاد شي، امریکا غږ ته وویل: «دا یوه تخنیکي موضوع ده. دا واقعیت دی چې څه باندې درې کاله کېږي افغانستان خپل حق العضویت نه دی ورکړی او په همدې اساس په دغو هېوادونو کې شامل شوی دی.»

دغې سرچېنې وويل داسې لارې چارې شته چې دا ستونزه پرې حل شي. د معلومات په اساس، هغه هېوادونه چې د رایه ورکولو حق یې له لاسه وتلی، که قانع کوونکي دلایل ولري او ثابته کړي چې په داسې یو وضعیت کې دي چې حق العضویت نه شي ورکولای، مثتنی ګڼل کېږي او بیا کولای شي رایه ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب حق یا حق العضویت د کال ۲۰۰زره ډالر دي.

د افغانستان ترڅنګ، اکوادور، کوموروس، سومالیا، ونزویلا او ساو توم ایند پرنسایپ څخه هم د رایه ورکولو حق اخیستل شوی دی.

له دې هر څه سره سره بیا هم افغانستان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو کې د وینا، نظر ورکولو او د ګډو پرېکړه لیکونو د وړاندیزونو حق لري.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، دې ډلې هڅه وکړه چې په ملګرو ملتونو کې خپل استازی ولري، خو دا غوښتنه یې رد شوه. د نړۍ هېڅ هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

د افغانستان د مخکني حکومت یو دپلومات په ملګرو ملتونو کې دافغانستان چارې مخې ته وړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG