د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د دوحې درییمه غونډه کې د ګډون په اړه ملګرو ملتونو سره خبرې روانې دي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي چې دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په درییمه غونډه کې د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی او کله چې ددې غونډې اجندا او ترکیب معلوم شي په اړه به یې پریکړه وکړي.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ ( غوايي څلورمه) رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د مولوي امیر خان متقي او ضمیر کابلوف ترمنځ په دې کتنه کې د دوحې د غونډې سربیره د افغانستان او روسیې ترمنځ پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلواو پر سیمه‌ییزو مسایلو هم خبرې شوي دي.

ضیا احمد تکل ویلي:" په سر کې د بهرنیو چارو وزیر په سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې د روسیې له ملاتړي دریځ قدردانی وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي اړېکو او سوداګرۍ پرلا پیاوړتیا ټینګار وکړ... د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره مخ په غوړېدو دي او اوسمهال افغانستان د سیمې له نژدې ټولو هېوادونو سره فعال سفارتونه لري."

همداشان ښاغلي متقي روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې بللي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان اوسني ځمکني واقعیتونه باید درک شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې د فدراتیفې روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي له قوله ویلي چې ضمیر کابلوف ټینګار وکړ چې هر ډول غونډه چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د طالبانو حکومت هوکړه په کې اخیستل شوې وي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي :" ښاغلي ضمیر کابلوف وویل، د دوحې په راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت (طالبانو حکومت) توافق ولري. ده ټینګار وکړ چې د افغانستان د حکومت ( طالبانو حکومت) له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پایله نه شي لرلی."

هغه ویلي د نړۍ هیوادونه د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای باید د طالبانو د حکومت سره دوه اړخیزې اړیکې وپالي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال دفتر د یوې اعلامیې له مخې، د افغانستان لپاره د فدراتیفې روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې روسیه د طالبانو حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو غوښتوونکی دی.

ددغې اعلامیې له مخې همداشان په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر هیله ښودلې چې د مسکو د فارمټ په غونډو کې به د طالبانو حکومت استازي ته د افغانستان د رسمي استازي په توګه غړیتوب ورکړل شي.

تراوسه لا د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د درییمې مشورتې غونډې د جوړیدو ڼیټه نه ده اعلان شوې، خو ددغو غونډو لومړۍ یې د تیر ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې په سر کې او دوییمه یې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې جوړه شوې وه.

د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د دوحې لومړۍ غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، خو په دوییمه غونډه کې چې د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو یو شمیر استازو هم په کې ګډون کړی و، طالبانو حکومت د ملګرو ملتونه د ګډون بلنه نه وه منلې او په کې یې برخه نه وه اخسیتې.

ملګرو ملتونو د دوییمې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول ښودلي وو چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا زیاتیدلی شي.

ملګرو ملتونوویلي و چې د دوحې دوییمه غونډه به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو ته ددې فرصت ورکړي چې په ډله ییز ډول د افغانستان په مسله کې د واکمنو طالبانو د حکومت د استازو په ګډون د اړوندو ښکیلو غاړو، مدني ټولنې د افغان فعالانو او د افغان میرمنو له استازو سره بحث وکړي.

خو طالبانو حکومت په دې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت د استازو په محوریت د بحثونو ترسره کیدو په ګډون ځینې شرایط وړاندې کړي و، چې د ملګرو ملتونو له خوا و نه منل شو او ددغه حکومت استازو هم په کې ګډون ونکړ.

ملګرو ملتونو د دوحې د دوییمې غونډې د جوړیدو یو هدف د دغې ټولنې د عمومي منشي له خو افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د سپارښتونو پراساس د یو ځانګړي استازي ټاکل ښودلي وو.

د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو له وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی. د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" د ماموریت په شتون کې د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

نږدې دوه اونۍ دمخه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې عمومي منشي لا هم د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو په سلامشورو بوخت دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا غونډه به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو ته ددې فرصت ورکړي چې په ډله ییز ډول د افغانستان په مسله کې د واکمنو طالبانو د حکومت د استازو په ګډون د اړوندو ښکیلو غاړو، مدني ټولنې د افغان فعالانو او د افغان میرمنو له استازو سره خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG