په بلجیم کې مېشت د ذایقې نړیوال انستیتیوت د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د هرات زعفران د نړۍ تر ټولو خوندور، غوره او با کیفیته زعفران اعلان کړ.
دا لسم پرلهپسې کال دی چې د افغانستان زعفران د نړۍ تر ټولو غوره زعفران په توګه پېژندل کېږي.
د ذایقې نړیوال انستیتیوت ویلي چې د هرات زعفران د نړۍ له مخکښو سرآشپزانو څخه د جوړې شوې هیات د ډلې له لوري د مصالې، رنګ او خوند په برخه کې تر ټولو غوره زعفران وټاکل شو.
هرات د افغانستان د زعفرانو تر ټولو لوی تولیدونکی ولایت دی او نړیوالو بازارونو ته یې وړاندې کوي، او دا مهال زعفران د دغه ولایت د کرنیز اقتصاد یوه مهمه او حیاتي کرنه ګرځېدلې ده.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس د افغانستان د زعفرانو د کروندو د اتحادیې له قوله راپور ورکړی چې په روان میلادي کال کې نږدې ۴۰ ټنه زعفران په افغانستان کې تولید شوي، چې له صادراتو یې تر ۶۸ میلیونه ډالرو زیات عاید ترلاسه شوی دی.
په افغانستان کې د زعفرانو کرنه نږدې دوه لسیزې وړاندې لومړی ځل په هرات ولایت کې پیل شوه، او دا بوټی دا مهال په ۲۸ ولایتونو کې کرل کېږي.
د زعفران کر او تولید نه یوازې د زرګونو کسانو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې، بلکې د کوکنارو د کرلو لپاره یو مناسب بدیل هم بلل کېږي.
د ذایقې نړیوال انستیتیوت چې په ۲۰۰۵ کال کې تاسیس شوی، د خوراکي توکو او څښاک محصولاتو ته د «غوره ذایقې» د تصدیقنامو په ورکولو سره د تولیدوونکو شرکتونو په لا تشویق ددوی سره مرسته کوي، چې د خپلو محصولاتو کیفیت ښه کړي او خپلې پلورنې زیاتې کړي.
فورم \ دبحث خونه