د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۳ کرکټ نړیوال جام مهالوېش اعلان شو، د افغانستان اوله لوبه د اکتوبر په اوومه ده 


د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو مهالوېش، میدانونه او نېتې اعلان کړې.

په دغو سیالیو کې به د افغانستان په ګډون د نړۍ لس غوره لوبډلې لوبېږي. کوربه هند دی.

د افغانستان اوله لوبه د اکتوبر په اوومه نېټه د هند په درمسالا کې له بنګله دېش سره ده. دوې نورې لوبې یې د اکتوبر په ۱۱ او ۱۴ په نوي ډهلي کې له کوربه هند او انګلنډ سره دي.

څلورمه او پنځمه لوبه یې په ۱۸ او ۲۳ نېټه له نیوزلنډ او پاکستان سره دي چې د هند پ چینای کې کېږي. پاکستان د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي وو چې له افغانستان سره یې د لوبو ځای بدل کړي، خو دا غوښتنه یې منل شوې نه ده.

شپږمه لوبه به یې د اکتوبر په ۳۰ نېټه او اوومه به یې د نومبر په درېیمه نېټه په پونه کې وي. د دې لوبو لوبډلې به د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د غوراوي سیالیو په پای کې معلومې شي. د غوراوي سیالۍ د زمبابوې، سري لانکا او ویسټ انډیز په ګډون په زمبابوې کې روانې دي.

د افغانستان اتمه لوبه به د نومبر په اوومه نېټه له استرالیا سره او وروستۍ لوبه به یې په لسمه نېټه له جنوبي افریقا سره وي. افغانستان د نړیوالې جام په لومړۍ مرحلې کې ټولې نهه لوبې کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې خپلې ټولې لوبې وبایللې او یوه لوبه یې هم ونه ګټله. دا لوبې په انګلنډ کې وې.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د نړیوال جام لپاره یې وار دمخه تمرینات پیل کړي دي او په دې لړۍ کې دوې اوونۍ وروسته له بنګله دېش سره درې یوه ورځنۍ لوبې لري.

د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کېږي. تېر ځل انګلنډ دا اتلولي وګټله.

XS
SM
MD
LG