د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ مو د سیمې ځوانان له نشو ژغورلي دي - د بلخی یو اوسېدونکی 

کرکټ مو د سیمې ځوانان له نشو ژغورلي دي - د بلخی یو اوسېدونکی 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

د بلخ د چمتال ولسوالۍ د مرکزي سیمي زلمیان وايي، که څه هم په دغه سیمه کې په پراخه کچه کوکنار کرل کېدل او دوی د کوکنارو په کروندو کې کار هم کاوه؛ خو ددوی په ویناء د کرکټ لوبې له دوی سره مرسته کړې چې په نشه يي توکو روږدي نه شي. 

د چمتال ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عجب خان وايي په تېرو کالونو کې د دوی په کلي کې په پراخه کچه کوکنار او چرس کرل کېدل خو په وینا یې ددغې سیمي ځوانانو او زلمیانو د بې ځایه راټولېدو او ناستو پرځای ورزش کاوه او له دې لارې د نشه يي توکو له استعمال څخه راګرځېدل.

عجب خان وايي هر ورځ د مازیګر له خوا له خپلو همزولو ځوانان سره کرکټ کوي.

دی وايي کرکټ هم ښه ورزش دی او هم یوه سالمه بوختیا ده.

عجب خان امریکا غږ ته وویل: "ورزش صحت ته ډېره زیاته ګټه رسوي. زموږ اکثر ځوانان چې دلته راټولېږي ورزش کوي، په دغه کلي کې زر کورنۍ دي خو زموږ په کورنیو کې څوک معتاد نشته. با وجود ددې چې په دغه سیمه کې کوکنار او چرس کرل کېدل. دغه ځوانان ددې پر ځای چې بې ځای وخت تېر کړي، دلته راځي کرکټ کوي نو له کوکنارو او نشه يي توکو څخه رامنعه دي".

د عجب خان په خبره که ددغې سیمې ځوانانو ورزش نه کولای نو ضرور به په نشه يي توکو اخته شوي وای، ځکه دغو ځوانانو د اقتصادي ستونزو له امله د کوکنارو په کروندو کې کار هم کاوه.

ځوانان وايي په چمتال ولسوالۍ کې د معیاري لوبغالي نشتوالي له امله د دوی استعدادونه پټ پاتې کېږي.

دوی له ورزشي ادارو غواړي چې دوی ته دې معیاري لوبغالي جوړ کړي ترڅو سالمه بوختیا ولري او هم له نشه يي توکو خوندي پاتي شي.

XS
SM
MD
LG