د لاس رسي وړ اتصالات

هجرت الله اختيار: د مرگ له خولې راووتم.


د ننگرهار پوهنتون استاد هجرت الله اختيار
د ننگرهار پوهنتون استاد هجرت الله اختيار
کله چې د دوشنبې په ورځ د ننگرهار د استيناف محکمې پر ودانۍ ځانمرگو بريد وکړ نو د ننگرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد او د مدني ټولنې فعال غړی هجرت الله اختيارهم د خپل ملگري ليدو په خاطر محکمې ته تللې و.

هغه وايي د ملگري سره له لنډې شيبې ناستې وروسته پر محکمې حمله وشوه او ډزې پيل شوې « له هماغه لحظې مې د مرگ شېبې شمېرلې د ژوند طمع مې هيڅ نه وه. پوهيدم چې ژوند له لاسه ورکوم، خو په هماغه حالت کې يو څه چی ډير وزورولم مانه د دو وړو بچيو پاتې کيدل وو.»

اختيار وایي « اوس نو د لمرغوندې روښانه ده چې افغانان د ډوډۍ، اوبو، جامو او کورنه هم اول قدم کې ژوند ته ضرورت لري او ژوند يي په سولې پورې ټړلې دی. کله چی سوله موجوده وي ژوند امکان لري بيا دا نور شيان د ژوند ابزار دي.»

ښاغلې اختيار له دواړو نوماندانو نه غواړي که هر يو واک ته رسيږي سولې ته دې جدي پام وکړي. د هغه په اند په هر قيمت چې وي افغانستان ته سوله بايد راشي او دې حالت ته دې نورد پای ټکی کيښودل شي. ځکه د دا ډول يرغلونواو حملو اکثر قربانيان هغه بې گناه خلک وي چې د یوې مړۍ روزی او ډوډۍ لپاره له کوره وځي.

هجرت الله اختيار د آشنا راډيو له همکارې نوشابی اشنا سره په يوې مرکه کې خپله کيسه کړې چې دلته يي اوريدای شئ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:20 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG