په افغانستان کې طالبانو په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارتي لارو له تړلو وروسته د ایران او منځنۍ اسیا سره د تجارت بدیلې لارې لټوي.
چارواکي وايي چې د اسیا په وچه کې ایسار افغانستان په زیاتیدونکې توګه د ایران او مرکزي اسیا له لارې په سوداګریزو لارو تکیه کوي ترڅو په پاکستان باندې خپله اتکا کمه کړي، ځکه چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او په وروستیو اونیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارتي لارې تړل شوې دي.
د پاکستان په بندرونو باندې د افغانستان تکیه له اوږدې مودې راهیسې اسلام اباد ته دا فرصت ورکړی چې د پولې هاخوا پاکستاني وسله والو ته د پناه ورکولو د مخنوي لپاره پر کابل فشار راوړي.
خو افغانستان په زیاتیدونکي کچه د ایران له اسانتیاوو څخه ګټه اخلي څو خپل مالونه د هندوستان په ملاتړ چابهار بندر ته ولېږدوي او د پاکستان نه ډډه کړي او له بیا بیا سرحدي او ټرانزیټي ستونزو څخه ځان وساتي.
د روان ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د پاکستاني ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمنځ له نښتو وروسته د همهاغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې هم د تجارت پرمخ وتړل شوې.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال له سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان په ځای نورې بدیلې لارې پیدا کړي.
په افغانستان کې طالب چارواکو له ازبکستان سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې د ازبکستان د هوایي ډګرونو له لارې د افغانستان زراعتي محصولات نورو هیوادونو ته صادر شي.
د طالبانو د بلخ د والي ویاند حاجي زید د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې له ازبکستان سره د لاسلیک شوې تفاهم لیک له مخې د افغانستان میوې او سبزبیجات به د ازبکستان د هوایي ډګرونو له لارې د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا او اروپایي هیوادونو بازارونو ته صادر شي.
بلخوا د خیبر د سوداګرو اتحادیې په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې وروستيو بيانونو اندېښمن کړي دي او له افغان سوداګرو سره په دې اړه بحث کوي چې څنګه تجارتي لارې "د سیاست قرباني" نه شي.
له نژدې یوې میاشتې راهیسې پاکستان له افغانستان سره سوداګریزې لارې بندې کړې دي چې له امله یې افغان سوداګرو ته سخت زیانونه اوښتې دي.
فورم \ دبحث خونه