د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د سویلي آسیا المپيک په سیالیو کې څلورم شو


افغانستان د ۳۵ مډالونو گټلي چې ۷ یې د سرو زرو، ۹ د سپینو زرو او ۱۹یې د برونز مډالونه دي.
افغانستان د ۳۵ مډالونو گټلي چې ۷ یې د سرو زرو، ۹ د سپینو زرو او ۱۹یې د برونز مډالونه دي.

د سویلي آسیا هیوادونو د المپيک په سیالیو کې افغانستان وکولای شول چې له کوربه هیواد هند، سریلانکا او پاکستان څخه وروسته څلورم ځای خپل کړي.

د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د المپيک سیالۍ د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۶ نیټه د هند په کوربه توب د اتو هیواونو هند، پاکستان، سریلانکا، بنګلدیش، افغانستان، مالدیف، بوتان او نیپال ترمنځ پیل شوې او نن د فبرورۍ په ۱۶ نیټه پای ته ورسیدې.

په دغو سیالیو کې کوربه هیواد هند ټول ۳۰۸ مډالونه وګټل چې پکې ۱۸۸ د سرو زرو،۹۰ د سپینو زرو او ۳۰ هم د ژیړو مډالونه شامل دي او له دې سره یې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ لومړی ځای هم خپل کړ.

همداشان سریلانکا ۱۸۶ مډالونو په ګټلو سره په دویم ځای کې راغلې چې ۲۵ د سرو زرو،۶۳ د سپینو زرو او ۹۸ هم د ژیړو یا برونز مډالونه ګټلی دي.

په دریم ځای کې بیا د افغانستان ګاونډي پاکستان دی چې ۱۰۶ مډالونه یې ګټلي دي چې پکې ۱۲ د سرو زرو، ۳۷ د سپینو زرو او ۵۷ هم د برونز مدالونه شامل دي.

افغانستان د ۳۵ مډالونو په ترلاسه کولو سره څلورم مقام ترلاسه کړ، په دغو مدالونو کې ۷ یې د سرو زرو، ۹ د سپینو زرو او ۱۹ هم د برونز مډالونه دي.

له افغانستان څخه ۱۸۰ کسیز کاروان په ۱۵ ورزشي برخو کې کې ګډون کړی وو چې د تکواندو په برخه کې افغان لوبغاړو ۶ د سرو زرو مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ.

سمیه غلامي د افغانستان د تکواندو د لوبډلې هغه لوبغاړې ده چې د لومړي ځل لپاره یې د سرو زرو مډال د خپل هیواد په نوم کړ.

میرمن غلامي وايي چې د سرو زرو مډال ورته زیات ارزښت لري او زیاته خوښه ده.
غلامي وايي
دا مدال ټولو نجونو او ورزشکارانو او د تکواندو فدراسیون ته یې ډالۍ کوم چې زیات زحمت یې ایستلی دی له ټولو مننه کوم

افغان لوبغاړي وايي چې دوی د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د المپیک په سیالیو کې ښه ځلیدلي ، ظاهر نوري د شوو د برخې لوبغاړی دی چې د دوی ډلې هم د سرو زرو مډال د افغانستان په نوم کړی دی.

ښاغلی نوري وايي له نیکه مرغه افغان لوبغاړي ښه وځلیدل او دا ځل یې ښه مډالونه ګټلي دي.

په ورته وخت کې د تکواندو فدراسیون وايي چې دا ځل دوی ښې لاسته راوړنې درلودې او تمه ده چې د دوه زره او شپاړسم کال د المپيک په نړیوالو سیالیو کې هم افغان لوبغاړي ښه وځلیږي.

د تکواندو د فدراسیون اداري مسول عبدالغفور بهرامي وايي د تکواندو فدراسیون، د افغانستان ټول ملت، بدني روزنې او المپیک لپاره دا لویه لاسته راوړنه ده او د تکواندو فدراسیون لوړ مقام خپل کړی دی.

افغانستان په داسې وخت کې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د المپيک سیالیو څلور ځای خپل کړی چې تیر ځل یې پنځم ځای خپل کړی وو.

د یادولو وړ د چې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د المپيک په ۱۲ پړاو سیالیو کې افغان لوبغاړو د تکواندو، جودو، وشو، والیبال، هندبال، باسکتبال، پینګ پانګ، ټینس، بدمنتون، سوک وهنې، غیږنیونې، وزن پورته کولو، بایسکل ځغلونې او لامبو وهلو په برخو کې ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG