د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان د بورې فابریکه د ورځې سلګونه بوجۍ بوره تولیدوي


چارواکي وايي د بغلان د بورې فابریکه په یوه شپه او ورځ ۶۰۰ بوجۍ بوره تولیدوي چې یوه بوجۍ يې۵۰ کیلو ده.
چارواکي وايي د بغلان د بورې فابریکه په یوه شپه او ورځ ۶۰۰ بوجۍ بوره تولیدوي چې یوه بوجۍ يې۵۰ کیلو ده.

د بغلان د قندو فابریکه له اووږده ځنډ وروسته یو ځل بیا فعاله شوه او د بورې تولیدات یې پیل کړل، ددغې فابریکې وسایل که څه هم پخواني دي خو ویل کیږي چې د مجربو کاریګرو په ذریعه تر اوسه فعاله ساتل شوې او د تولید ظرفیت لري.

د هیواد په شمال ختیځ زون کې بغلان په صنعتي ولایت مشهور و، هغه مهال چې هېواد ته نوې فابریکې راوړل کېدې په بغلان کې د سمنټو، قند او رختونو فابریکې فعالې وې خو د جګړو پر وخت زیانمنې شوي او له تولیداتو پاتي دي.

اوس مهال په بغلان کې د سمنټو او قند فابریکې فعالې دي چې په سلګونو تنه په کې په کار بوخت دي، د قندو د فابریکې د بیا فعالولو په موخه د سیمې چارواکي هم دغې فابریکې ته راغلي وو.

د قند د فابریکې خام مواد لبلبو یا چغندر دي چې د بغلان ځمکې يې د کښت ښه وړتیا لري، د بغلان لبلبو او د کندوز پنبه په هیواد کې د کیفیت له پلوه مشهور دي.

د قند یا بورې د فابریکې ریس غلام سخي وایې چې د مرکزي بغلان او چشمه شیر په سیمه کې يې د لبلبو د کښت په خاطر کمپاین کړی و چې په نتیجه یې دهقانانو په ۵۱۹ جریبه ځمکه کې لبلبو کرلي وو چې تقریبا ۵۰۰۰ ټنه حاصل یې کړی.

هغه وایي "اوس دغې فابریکې په تولید پیل وکړ، او سږ کال مو له ۵۱۹ جریبه ځمکې څخه تقریبا پنځه زره ټنه لبلبو اخیستي دي، دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې شپږ سوه ۵۰ کیلويي بوجۍ تولید کوي، خو خام مواد یې کم دي."

په بغلان کې د حمل او حوت په میاشتو کې لبلبو کرل کیږي او د قوس په میاشت کې حاصل ورکوي، خو که د لبلبو کښت زیات شي کیدای شي دغه فابریکه سرو کال تولید ولري.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري وایې چې د بغلان د قند فابریکې تولیدات د لوړ کیفت لرونکي دي، او خلک باید د خپل هیواد د ابادۍ په خاطر ددغې فابریکې د فعال ساتلو لپاره په خپلو ځمکو کې لبلبو وکري.

ګوهرخان بابري زیاته کړه "که د لبلبو کښت زیات شي تولیدات زیاتیږي، ځوانانو ته کار زمینه برابریږي او د تولید له زیاتیدو سره د هیواد او خلکو اقتصاد لوړیږي، او د بغلان بوره له ټولو خارجي بورې څخه لوړ کیفیت لري."

په بغلان کې د قندو د تولید د زیاتوالي په موخه د قند د فابریکې له خوا بزګرانو ته کیمیاوي سره او د لبلبو تخمونه په وړیا توګه ورکوي تر څو دغه زراعتي محصولات وده وکړي او د بغلان د قندو فابریکه زیات تولیدات ولري.

د بغلان یو تن بزګر ابراهیم وایې چې دوي به په راتلونکي کال کې د لبلبو زیات فصل وکری او هم به نور دهقانان دې ته وهڅوي چې په خپلو زراعتي ځمکو کې دغه فصل وکري"دلته د لبلبو لویه ذخیره پرته ده خو دا دقند د فابریکې د زیات وخت فعال ساتلو لپاره کفایت نه کوي، مونږ به له دهقانانو سره اووږه پر اووږه کار وکړو چې د لبلبو فصلونه وکري او دغه فابریکه فعاله وساتي."

هغه زیاتوي چې د قند فابریکه په مناسب نرخ باندې له دهقانانو لبلبو اخلي او که دغه فابریکه فعاله وساتل شي نو له یوې خوا به یې زیات شمیر خلک پر کار وګومارل شي او له بله پلوه به یې اقتصاد پیاوړی شي.

د بغلان د قند فابریکه له نن څخه تقریبا ۷۶ کاله پخوا د جرمني هیواد په مرسته جوړه شوې ده چې اوس مهال هم په کې تر ۳۰۰ تنو پورې کاریګر په کار بوخت دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG