د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ افغانستان له سري لانکا سره درې لوبې کوي


د افغانستان او سري لانکا کرکټ لوبغاړي
د افغانستان او سري لانکا کرکټ لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د جون په لومړیو کې به د سري لانکا له ملي لوبډلې سره درې یوه ورځنۍ لوبې کوي.

دا لوبې به د جون د میاشتې په دویمه، څلورمه او اوومه نېټه وي. ټاکل شوې چې د افغانستان لوبغاړي ژر سري لانکا ته ولاړ شي.

د کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې دا لوبې به د سري لانکا د «همبانټوټا» په ښار کې وي.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه لوبې بلل کېږي. سري لانکا له دغو سیالیو څخه وروسته د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د ورتګ لپاره د غوراوي سیالۍ کوي. افغانستان دغه نړیوال جام ته وتلی دی.

د سري لانکا کرکت بورډ هم د دغو لوبو نېټې اعلان کړې دي او ویلي دي چې افغانه لوبډله ور روانه ده.

د افغانستان کرکټ بورډ هیله ښودلې ده چې په دې سره د سري لانکا او افغانستان د کرکټ‌ د ادارو روابط نور هم ښه شي او په اینده کې دا ډول نورې سیالۍ هم وکړي.

افغانستان تېرکال هم له سري لانکا سره درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې چې دوې یې افغانستان وګټلې.

دا څو اوونۍ مخکې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په متحدو عربو اماراتو کې د سري لانکا د ۱۹ کلنو له لوبډلې سره هم سیالۍ وکړې.

دا لوبې داسې مهال اعلانیږي چې اوس په افغانستان کې دننه د «زرغون افغانستان» په نوم سیالۍ روانې دي چې د ملي لوبډلې اکثریت لوبغاړي او د ۱۹ کلنو لوبډله په کې لوبېږي.

XS
SM
MD
LG