د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ادعا کوي چې د پاکستان په ضد یې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د پنجشنبې په ماښام، د فبرورۍ په ۲۶مه د پاکستان له خوا پر افغان خاورې د شویو بریدونو په ځواب کې پر پاکستان د غچ اخیستونکو بریدونو لړۍ پیل کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه لیکنه کې ویلي: «د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول.»

پاکستان تېره شنبه ناوخته او د یکشنبې سهار وختي د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو او د پکتیکا ولایت په ځینې سیمو هوايي بریدونه کړي چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، وژل شوي دي.

مجاهد په اېکس شبکه کې د ځینو ویډیوګانو او انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې د طالبانو ځواکونو د ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو «۱۵ پوستې» نیولې دي او د هغه په وینا یو شمېر «دښمن ځواکونه» وژل شوي او نیول شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاندویانو ویلي چې د دې ډلې غچ اخیستونکي بریدونه د پکتیا، خوست، کونړ او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځیانو پر ضد دوام لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په خپل رسمي ایکس حساب کې لیکلي دي، چې د افغان طالبانو دغه اقدام ته یې عاجل ځواب ویلی دي.

دغه وزارت ویلي دي چې افغان طالبانو په نا موجه ډول د پاکستان او افغانستان سرحد په اوږدو کې په خیربښتونخوا کې په بېلا بېلو سیمو بریدونه کړي چې «د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري له عاجل او اغیزناک ځواب» سره مخامخ شوي.

وايي چې د طالبانو رژیم ته یې په «چترال، خیبر، مهمند، کرم او باجوړ» کې سزا ورکړې، یو شمېر پوستې یې او تجهیزات یې ویجاړ کړي دي، او پاکستان به د خپل قلمرو او اتباعو د خوندیتوب او امنیت لپاره ټول ضروري اقدامات کوي.

د دې خبر د خپرېدو پورې لا پاکستاني چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. خو پاکستاني رسنیو ویلي دي چې بریدونه شوي دي.

د امریکا غږ د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت څخه په دې اړه د غبرګون پوښتنه کړې، چې تر دې دمه یې لا ځواب نه دی ویلی، خو څو ورځې مخکې یې ویلي وو چې افغان طالبان باید د «ترهګرۍ سره د مبارزې په برخې کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او دا ډاډ ورکړي چې له افغان خاورې څخه ترهګریز بریدونه نه» کېږي.

اعلامیې ویلي دي چې د پاکستان خلک د «ترهګرو په لاسوسونو ډېر کړاو ګاللی» او پاکستان «دا حق لري چې د ترهګرۍ په وړاندې د خپل ځان دفاع» وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG