د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په نیمروز او فراه کې له موټرو باج اخلي


افغان چارواکو هم منلې چې طالبانو له لویو لاریو باج اخلي
افغان چارواکو هم منلې چې طالبانو له لویو لاریو باج اخلي

طالبان وايي له دې وروسته به د فراه او نیمروز په ولایتونو کې له ترانزیتي موټرو "ګمرکي محصول" ټولوي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی که د دغو ولایتونو د ګمرکي محصولاتو ډېره سلنه ورنکړل شي، د ترانزیتي‌ او بار وړونکیو موټرو د تګ راتګ مخه به ونیسي.

یو شمېر امنیتي ‌چارواکو هم منلې چې وسله وال طالبان د پوځي وسایلو د اخیستلو او جنګي ډلو د پیاوړې کولو لپاره له موټرو باج اخلي. طالبان وايي د دلارام په ولسوالۍ کې یې یو ګمرک هم پرانیستی دی.

خو د نیمروز ولایت د امنیې قومندان خواجه جیلاني ابوبکر وايي چې افغان ځواکونه به وسله والو طالبانوته اجازه ورنکړي چې له افغانانو باج واخلي.

ښاغلي ابوبکر وویل "موږ څو وارې مخکې هم د دلارام او خاشرود ولسوالۍ په لویې لارې کې د باجګیرۍ، چور او تالان د مخنیوي لپاره اقدامات کړي‌ دي".

په همدې حال کې په فراه کې یو شمېر امنیتي‌ چارواکو منلې چې وسله وال طالبان له بار وړونکیو او ترازیتي موټرو باج اخلي. د فراه د امنیت امر ګل بهار مجاهد وايي طالبان له دې لارې پېسې ټولوي او بیا خپلې جنګي لیکې قوي کوي.

ښاغلي مجاهد وویل چې یو شمېر وسله والو طالبانو له بار وړونکیو او ترازیتي موټرو څخه په اخیستل شویو پېسو "شب بینې عینکې او لیزرې دستکاوې" اخیستې دي او په خپلو ترهګریزو بریدونو کې ترې کار اخلي.

له موټرو د وسله والو طالبانو د باجګیرۍ په اړه یو شمېر مدني‌ فعالانو هم غبرګون ښودلی دی او ویلي دي چې باید حکومت د دغه کار مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG