د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وایي په تیرو څلورو میاشتو کې یې ۱،۵میلیارد افغانۍ عاید یې د ټیلیفونو د اعتباري کارتونو د لس فیصده مالیاتو له درکه ترلاسه کړی دی.
ددې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۵) خبریالانو ته وویل: "په تیرو څلورو میاشتو کې د لس فیصده مالیې له درکه شاوخوا یو میلیارد او ۵۵۰ میلیون افغانۍ مو عاید درلود چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او د اترا ادارې ټولې کړې او د مالیې وزارت ته یې لیږلي دي."
ښاغلي الکوزي همداشان وویل چې پدې هیواد کې ۱۶۶۴ مخابراني سایټونه موجود وو چې ددې جملې څخه ۲۳۹ سایټونه د وروستیو جګړو له امله په بشپړه توګه تخریب شوي دي.
د هغه په وینا پدې وروستیو میاشتو کې د هیواد په ځنو برخو کې ۲۸ سایټونه تازه د مخابراتي شرکتونو له لورې جوړ شوي او په زرګونو خلک د ټیلیفون او انټرنیټ له خدماتو ګټه اخلي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند ټینګار وکړ چې په ټول افغانستان کې د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو لپاره هڅې روانې دي.
د رپوټونو لهد مخې په افغانستان کې څه دپاسه ۲۰ نیلیون کسان د موبایل ټیلیفون ته لاسرسی لري، خو انټرنیټ ته لاسرسی محدود دی او تقریباً یواځې په سترو ښارونو کې دی.
په مجموعي توګه د افغانستان ۹۰ فیصده ساحې د مخابراتي خدماتو او موبایل ټیلیفون تر پوښښ لاندې دي.
طالب مقامات پداسې حال کې د موبایل ټیلیفونونو د کریدت کارتونو څخه د سلګونو میلیون افغانیو د مالیاتو د ترلاسه کولو خبر ورکوي چې د ټلیفون د کارتونو څخه د لس فیصده مالیاتو اخیستل د ۱۳۹۴ کال په ژمي کې وضع شوي دي.
ددغو مالیاتو په راټولولو کې د روڼوالي او شفافیت نه شتون د تیر حکومت په وخت یو له جنجالي بحثونو څخه وو.
له دې دمخه د افغانستان د شفافیت د څار ټولنې په مخابراتو وزارت کې د مالیاتو د راټولولو د یو شفاف سیستم د رامنځته کیدو باندې په ټینګار سره ویلي وو چې په پخواني حکومت کې د مخابراتي کارتونو د مالیاتو د ټولولو یو مخکنی شرطد ریل ټایم د سیستم جوړول وو چې خلک هم وکړای شي هغه وویني او په کې بشپړه شفافیت مجود وي.
که څه هم چې د افغانستان مخکني جکومت ژمنه کړې وه چې ډیر ژر به د ټلیفون د کارتونو د مالیاتو د راټلولو د شفافیت لپاره د ریل ټایم سیستم جوړ کړي خو دغه کار تر اوسه ندی شوی.