د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کوارټر فاینل کې د نیوزلینډ سره سیالي کوي


افغانستان خپله دریمه لوبه په آیرلینډ وبایلله او په کوارټر فاینل کې د نیوزلینډ سره مخامخ کیږي.
افغانستان خپله دریمه لوبه په آیرلینډ وبایلله او په کوارټر فاینل کې د نیوزلینډ سره مخامخ کیږي.

د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې دریمه او وروستۍ لوبه په آیرلینډ وبایلله او پخپل ګروپ کې په دویم مقام راغی. افغانستان پخپل ګروپ کې لومړنۍ لوبه د پاکستان او دویمه د سریلانکا د لوبډلو نه وګټله خو په دریمه لوبه کې یې ونشو کړی چې د آیرلینډ نسبتاً کم هدف ور پوره کړي.

آیرلینډ د افغانستان لوبډلې ته د ۲۲۵ رنزونو هدف ورکړی و خو افغان لوبډلې وکړی شو ۲۲۱ رنزونه وکړي او لوبه یوازې د څلورو رنزونو په توپیر وبایلي.

د نړیوال جام په دویم پړاو یا کوارټر فاینل کې اته لوبډلې دي. هره لوبډله پدې پړاو کې یوه یوه لوبه کوي چې په ګټلو سره یې نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته ځي او که یې وبایلي، د سیالیو نه اوځي.

افغانستان په دویم پړاو کې د نیوزلینډ د لوبډلې سره د پنجشنبې په ورځ مخامخ کیږي. نیوزلینډ پخپل ګروپ کې خپلې درې واړه لوبې ګټلي دي خو افغانستان بیا یوه لوبه بایللې ده.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG