د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان اته میلیارد ډالر واردات او نیم میلیارد صادرات لري


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د وینا له مخې افغانستان ترټولو زیات واردت له پاکستان لري
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د وینا له مخې افغانستان ترټولو زیات واردت له پاکستان لري

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان له شته بیلانس څخه اندیښمن دی او وايي چې د دغه هیواد د وارداتو کچه د صادراتو په پرتله ډیره زیاته ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان ملي صنایعو څخه د ملاتړ په ملي کنفرانس برخه والو ته د وینا په وخت وویل چې تیر کال د ۸.۷ میلیارد ډالرو څخه ۸.۲ میلیارد ډالر یې واردات وو، او افغانستان تیرکال یوازې ۵۰۰ میلون ډالر صادرات درلودل.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر دا حالت د یو نامتوازن حالت په توګه یاد او د سوداګرۍ په برخه کې یې د بیلانس د کسر اوسنۍ کچه د اندیښنې وړ وبلله.

ښاغلي رسا وویل " دا په دې معنی دي چې په هیواد کې د صنایعو وده ډیره ورو ده او خپل موقیعت یې لا نه دی ترلاسه کړی. افغانستان د سوداګرۍ په بیلنس کې له کموالي کړیږي همداشان په ملي ناخالص تولید کې د صنعت ونډه نږدې پنځلس فیصده ده او د کار موندې په برخه کې د خصوصي سکټور ونډه ډیره ناڅیزه ده".


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا په وینا دوی په یوه پنځه کلن ستراتیژیک پلان کار کوي چې تر راتلونکو دوو اونیو به پلي شي .

هغه وویل چې په دغه پلان کې د صنعتکارانو ستونزو ته ډیره پاملرنه شوې ده.
ښاغلي رسا وویل " د سوداګرۍ او صنایعو وزارت لپاره مو چې پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړ کړی دی همدې ته په تمه یو چې د صنعتکارانو نظرونه واخلو او په ستراتیژۍ کې یې شامل کړو ترڅو په راتلونکو پنځو کلنو کې ستونزو ته د حل لار پیدا کړو".

چارواکي وايي که څه هم په تیرې یوې لسیزه کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره زیاته مرسته کړې ده، خو لا اوس هم افغانستان یو مصرفي او وارداتي هیواد په توګه پاتې شوی دی.

خو افغان پانګه وال او سوداګر وایي چې په افغانستان کې نامناسب امنیتي وضعیت، د فابریکو جوړولو لپاره د ځمکې نشتون،د بریښنا نشتون،د صنایعو قانون او د صنعتي بانک نه شتون هغه څه دي چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

پانګه وال وايي د دغو ننګونو سره سره یې په افغانستان کې پانګونه کړې ده، خو لکه څنګه چې په کار دي افغان حکومت ورڅخه ملاتړ نه دی کړی.

په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ د ادارې مشر قربان حقجو وايي کله چې دننه په افغانستان کې د پانګونې لومړیتوبونه په نښه او ورته زمینه برابره کړای شي نوهغه مهال به له افغانستان څخه د پانګو د تیښتې مخه ونیول شي.

له پانګونې څخه د ملاتړ اداره وايي چې اوس مهال افغان سوداګر په نولس صنعتي برخو کې په ځان بسیا شوي دي او باید زمینه برابره کړای شي ترڅو نورهم صنعت پرمختګ وکړي.

قربان حقجو په دې وروستیو کې د حکومت له لوري پر غازو،مخابراتو او تیلو د مالیې له زیاتیدو څخه هم ناخوښي څرګنده کړه.

ښاغلي حقجو وړاندې وویل" راځۍ چې یوه محاسبه وکړو کله چې د مالیې کچه په صنعت کار، تولید او پانګونې زیاتیږي پر اقتصاد څه اغیزه کوي یعنې د مالیې راټول او د مالیې زیاتول باید له افغانستان څخه د پانګونې د تیښتې په ارزښت تمامه نه شي چې په تیرو څو کلنو کې دا کار و".

افغان پانګه وال وایې په تیرو کلونو کې چې په افغانستان کې د پنځلس میلیارد ډالرو په ارزښت په بیلابیلو برخو کې پانګونه شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي چې وروسته له دې ورته یوازې د کاغذ پرسر د حکومت ملاتړ بسنه نه کوي او باید د سوداګرۍ جدي ملاتړ وشي.

XS
SM
MD
LG