د لاس رسي وړ اتصالات

د لویو لارو ستونزو ته به پر وخت رسیدګي کیږي ـ د کورنیو چارو وزیر


د کورنیو چارو وزیر د ترانسپورتي شرکتونو د مسؤلینو سره د لیدنې پرمهال.
د کورنیو چارو وزیر د ترانسپورتي شرکتونو د مسؤلینو سره د لیدنې پرمهال.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، د لویو لارو د ستونزو هوارولو ته پر وخت رسیدګي کیږي.

مسعود اندرابي د ترانسپورټي شرکتونو له مشرانو او موټر چلوونکو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اورېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن جمعه فبروري ۱۹( کب لومړۍ) ویلي چې نوموړي د ترانسپورټي شرکتونو مسؤلینو ته پر لویو لارو د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړی دی.

هغه ویلي چې د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته دنده سپارل شوې چې د لویو لارو د ستونزو هواري پخپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي او هره ورځ د خپل کار نتیجه له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړي.

نوموړي زیاته کړې:"موږ مخکې له خپلو هیوادوالو سره د اړیکې نیولو شمېرې شریکې کړي دي چې د ۱۱۹ نمبر او واټساپ له طریقه هر شکایت چې لري شریک کړي چې پر وخت به ورته سیدګي وشي."

هغه له موټرچلوونکو غوښتي چې لویو لارو کې د غیر قانوني کړنو په اړه اسناد له امنیتي ارګانونو سره شریک کړي.

د کورنیو چارو وزیر پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د شااوخوا درې اونیو راپدېخوا په افغانستان کې د بار وړونکو موټرو چلوونکو کاري اعتصاب پیل کړی و.

یاد موټر چلوونکي وايي چې پر لویو لارو له دوی څخه په غیر قانوني ډول پیسې اخیستل کیږي او په وینا یې وهل ټکول کیږي.

روانه اونۍ د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلینو امریکا غږ ته وویل چې د لویو لارو په بندېدو سره په کابل ښار او ځینو نورو ولایتونو کې د لومړنیو خوراکي توکو، مایع ګازو او تېلو بیې هم لوړې شوي دي.

د دوی په وینا که چیري یاد وضعیت دوام پیدا کړي، خصوصي سکتور به نور هم زیانمن شي.

بلخوا د لویو لارو په بندیدو او موټر چلوونکو په کاري اعتصاب سره د مسؤلینو په وینا زرګونه مسافر هم د لویو لارو خلاصېدو په تمه بند پاتې دي.

XS
SM
MD
LG