د لاس رسي وړ اتصالات

د موټر چلوونکو اعتصاب او لارو بندېدو د توکو بیې لوړې کړي ـ سوداګرۍ خونه


د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي، د لویو لارو بندېدو او موټر چلوونکو د کاري اعتصاب له امله د هیواد سوداګریز سکټور ته لوی اقتصادي زیان رسېدلی دی.

د یادې خونې مرستیال نن چهارشنبه فبروري ۱۷( سلواغې ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې له تیرو ۱۹ ورځو راپدېخوا د رامنځته شويو ستونزو له امله په سوداګریزو بندرونو کې په توکو بار زرګونه موټر بند پاتې دي.

د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي چې د رامنځته شوي وضعیت له امله د خوراکي توکو ترڅنګ د ګازو او تېلو په بیو کې هم لوړوالی راغلی دی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خیرالدین مایل امریکا غږ ته وویل: "۱۹ ورځې کیږي چې لارې بندې دي، کله چې د سوداګرو مالونه په بندرونو کې ګمرکونو ته رسیږي په هغه ځایونو کې مالونه بند دي تراکم دی،لکه څنګه چې په اسلام قلعه ګمرک کې خطر ناکه پېښه رامنځته شوې له هغه نه اضافه د حیرتان بندر له خطر سره مخ دی."

نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال په حیرتان بندر کې په ګازو، تېلو او خوراکي بار زرګونه موټر بند پاتې دي: "کوم تراکم چې دوی په بندرونو کې کړی دی له یوه طرف نه یې زیات خطر خصوصي سکټور، بندرونو او ګمرکونو ته متوجه کړی دی له بل اړخه د افغانستان په بازارونو او مارکېټونو باندې منفي تاثیر کړی دی او د توکو بیې لوړې کړي دي."

د افغانستان د سوداګرۍ خونې یاد مسؤل په اسلام قلعه بندر کې رامنځته شوې اورلګېدنه هم د خصوصي سکټور لپاره لویه ضربه یادوي.

هغه وویل چې په یاده اورلګېدنه کې خصوصي سکټور ته څه باندې ۲۰۰ میلیون امریکايي ډالر اقتصادي زیان رسېدلی دی.

د تیرو څو ورځو راپدېخوا په افغانستان کې د لویو بار وړونکو موټرو چلوونکو د کابل ـ کندهاار پر لویه لار له هغوی څخه د غیر قانوني پیسو واخیستلو په غبرګون کې کاري اعتصاب پيل کړی دی.

ویل کیږي چې د لویو بار وړونکو د کاري اعتصاب له امله د مسافر وړونکو فعالیت هم بند شوی چې له امله زرګونه مسافر پر لارو کې بند پاتې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین له اړوند ارګانونو څخه غواړي چې د ستونزې د هواري په برخه کې اقدام وکړي.

تیره ورځ د افغانسان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین امریکا غږ ته ویلي و چې د ستونزې د بنسټيز حل لپاره هڅي رواني دي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د ترانسپورټ وزارت د مسؤلینو نظر واخلي خو د پر له پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

خو د افغانستان د ترانسپورټ وزارت پر فېسبوک پاڼې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ترانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي د تیرې دوشنبې په ورځ د ترانسپورټي اتحادیو له مسؤلینو سره کتنه کې هغوی ته د رامنځته شوي ستونزې د هواري ډاډ ورکړی دی.

بلخوا د تیرو څو ورځو راپدېخوا د افغانستان د صرافانو ټولنې کاري اعتصاب هم د سوداګرۍ خونې په وینا پر سوداګریز سکټور منفي تاثیر کړی دی.

XS
SM
MD
LG