د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله د اسیا جام سیالیو ته ووتله 

تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د دغه هېواد د ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لاره وموندله.

د فوټبال فدراسیون نن یکشنبه اکتوبر نهمه (تله۱۷) په خپل رسمي فیسبوک کې دا خبر خپور کړی دی.

فدراسیون وايي چې د غوراوي سیالیو په پړاو کې افغانستان له منګولیا څخه لوبه وګټله، په تاجیکستان یې وبایلله او په دې ترتیب سره په خپل ګروپ کې دویم مقام خپل او اسیا جام سیالیو ته ووت.

افغانستان د خپل ګروپ د غوره لوبډلې په توګه اسیا جام ته وتلې. د فوټبال فدراسیون له دې کبله ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده.

د اسیا جام د غوراوي پړاو سیالۍ په تاجیکستان کې وشوې.

د اسیا جام سیالۍ په هرو دوو کلونو کې یو ځل کېږي او دا ځل به په ۲۰۲۳کال کې کې وي. د دغو سیالیو څلور غوره لوبډلې به بیا د ۱۷ کلنو نړیوال جام ته لار مومي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG