په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی وايي چې د طبیعي پېښو څخه د اغېزمنو شویو افغانانو سره د مرستې دپاره یې د څیړنیزو بحثونو یوه لړۍ بشپړه کړې ده.
یوناما ویلي چې دغه بحثونه په افغانستان کې د بشري اړتیاوو او د خلکو د معیشت پر سرچینو د طبعي پېښو د اغیز زیاتوالی په ګوته کوي او هیله یې ښودلې چې دا ګام به یې په افغانستان کې بشري بحران ته د حل لار ومومي.
یوناما د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۲۰مه) وویل چې په افغانستان کې د طبعي پېښو له کبله د بشري اړتیاوو د زیاتوالي او د بې ځایه شویو افغانانو ستونزو ته په کتلو سره د څېړنیزو سیمینارونو دا لړۍ تیر کال پیل شوه او اوس بشپړه شوه ده.
د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د شپږو برخو سیمینارونو یوه لړۍ پیل شوه، چې افغانان ترې خپل غږ پورته کړي، شواهد شریک کړي، او د اقلیم د ملاتړ لپاره رامنځته شوې هڅې دوامدارې او لا پیاوړې کړي.
په دغو څېړنیزو بحثونه کې د ملګرو ملتونو، نورو نادولتي سازمانونو او سیمه ایزو ادارو استازو او کارپوهانو برخه اخیستې ده.
په افغانستان کې، چې نږدې ۷۰ سلنه نفوس یې په زراعت تکیه لري، د اوبو د کمښت له امله میلیونونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له زیاتیدونکي ګواښ سره مخامخ ګڼل کیږي.
یوناما په خبرپاڼه کې ویلي، د پایتخت کابل په څېر ښاري مرکزونه د ځمکې لاندې اوبو له جدي کمښت سره مخ دي. یوناما اندېښنه ښودلې چې په ورته وخت کې، نا اټکل شوي موسمي سیلابونه په دوامداره توګه د خلکو ژوند، کورونه او شتمنۍ ویجاړوي، چې دا ستونزه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.
دا حالت له خپلو کورونو څخه د ډیرو افغانانو د بې ځایه کیدو لامل ښودل شوی دی. د ملګرو ملتونو د هابیتات سازمان چې خلکو ته د سرپناه برابرولو په برخه کې فعالیت کوي، هم ویلي چې په په روان میلادي کال کې ۴.۲ میلیون افغانان په بیړنۍ توګه سرپناه او نورو اولیه مرستو ته اړتیا لري.
دغو بحثونو دا روښانه کړه چې ستونزې که څومره پېچلې دي، خو په سیمه ییزه کچه د مرستې لپاره قوي هوډ او د پام وړ تخصص هم شته دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی وايي چې ددغو سیمینارونو ګډون کوونکو داسې لیدلوري، شواهد او سپارښتنې وړاندې کړي چې د مرسته کوونکو او مرستندویه پروګرامونو د عملي کولو لپاره لارښود برابروي او هغه برخې په ګوته کوي چې لازیاتې همکارئ ته اړتیا لري.
فورم \ دبحث خونه