د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پر افغانستان بحث کوي


د امریکا په نیویارک ښار کې د ملگرو ملتونو د مقر ودانۍ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به نن د افغانستان د وضعیت په تړاو د سرمنشي بان کي مون د وروستي رپوټ په اړه بحث وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا دغه غونډه، نن د نیویارک پر وخت، د ماسپښین په درېیو بجو پیل شي.

د ملگرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې راغلي چې د افغانستان حکومت اوس هم له لویو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی؛ د طالبانو سره د سولې څلور اړخیز مذاکرات په ټپه دریدلې؛ خو بل پلو د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی سره د سولې خبرو پرمختگ کړی دی.

د ملگرو ملتونو د سرمنشي راپور زیاتوي چې د افغانستان پارلمان (ملي شورا) د هیواد مهمو ارگانونو ته د ځینو وزیرانو په ټاکلو کې بریالی شوه، خو د انتخاباتو په سیستم کې د اصلاحاتو کچه محدوده ده او دولت هم د پارلماني او ولایتي شوراگانو د ټاکنو د پاره چمتو والی نلري.

بان کی مون پخپل راپور کې د افغانستان د حالاتو په هکله ویلي چې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او د ملکي وگړو پر ژوند یې ناوړه اثر کړی. په جنگ کې د مرگ ژوبلې او د بی ځایه شویو کسانو شمیر هم زیات شوی دی.

رپوټ وایي چې د افغانستان حکومت اوس ځان په وارسا کې د ناتو د کلنۍ غونډې او په بروکسل کې د افغانستان په اړه په کنفرانس کی د گډون د پاره چمتووالی نیسي.

XS
SM
MD
LG