د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي وحدت حکومت چلیدلی شي؟


دمخه تر دې چې د انتخاباتو خپواک کمسیون اشرف غني احمدزی د افغانستان د نوی جمهور رئیس په توګه اعلان کړي دواړو کاندیدانو د ملي وحدت د حکومت د جوړولو موافقه لاس لیک کړه.

د رپوټونو له مخې دا دومره ورځې چې د ملي وحدت په حکومت کې د اجرایی مقام د صلاحیتونو په سر جنجال روان و، هغه حل شویدی او قدرت د دواړو کاندیدانو ترمنځ مساوي ویشل شویدی.

سوال دا دی چې دغسې یو حکومت چلیدلی شي؟

خالد سادات، د ننگرهار د حقوق پوهانو د اتحادیې رئیس او د سیاسي چارو تحلیګر وايي د افغانستان اوسنی نظام جمهوري نظام دی.

په جمهوري نظام کې جمهور رئیس د درې گونو قواوو په راس کې وي او جمهور رئیس کولی شي چې د لیاقت او کفایت په اساس خلک حکومتي مقامونو ته غوره کړي.

نو په دې بیناد، په اساسي قانون کې دغسې ماده نشته چې قدرت د ناکام کاندید سره وویشل شي. دې یو مسلې یوه ستونزه رامنځ ته کړې ده.

دویمه خبره داده چې په افغانستان کې د سیاسي قدرت د ویش ناکامه تجربه خلکو ته معلومه شویده. د جمهور رئیس کرزي دغه حکومت یې ښه بیلگه ده.

د سیاسي چارو تحلیل گر ښاغلی سادات په دې نظر دی چې دغسی یو حکومت چې جوړ شي او کار هم پیل کړي، ډیر موثریت به و نه لري. دده لومړی دلیل دادی چې په دغسی یو حکومت کې چې یو څوک ګمارل کېږي هغه به په یو سیاسي شخص پوري تړلی وي او د لیاقت او مسلک په حساب به نه راځي.

فاروق اعظم د سیاسي چارو څیړونکی هم په دی نظر دی چې د مساوي قدرت د ویش په اساس به د دوه کسو ترمنځ د حکومت چلول به مشکل وي، خو وايي هیله لري چې دا بصیرت به موجود وي چې حکومت کار وکړي.

ښاغلی اعظم وایي که چیرې د ملي وحدت دغه حکومت چې قدرت په کې مساوي ویشل شوی وی، ځکه به دومره ډیر موثر نه وي چې امریکا دغو دواړو کاندیدانو ته سمه قاطع خبره و نه کړه.

هغه وایي د ښاغلي سنگچارکي له خولې یې دا خبره اوریدلی ده چې اعلان باید داسې و نه شي چې چا وگټله او چا بایلوده، بلکې باید وویل شي چې اشرف غني مشر دی او سپین ږیری دی مخې ته به شي.

نوموړی زیاتوي چې ددې نه معلومیږي چې اوس هم دا قناعت نه دی حاصل شوی چې چا گټلې ده او چا بایللې ده. نو سبا به په حکومت کې د چوکیو په سرهم همداسې ناندرې وي، ستونزی به موجودې وي اوکار به په میدان پاتې وي.

ښاغلی فاروق اعظم وایي ددې حالاتو نه مو ښه درس زده کړو.

د کابل د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی فکر کوي چې په عمومي ډول د ملي وحدت دغه حکومت د یوې سیاسي روغې جوړې پر اساس تشکیلیږي. په سیاسي روغه جوړه کې دوه حالته موجود وي. یا ښه صحیح انعطاف کیږي او یا ایتلاف کېږي. خو ستانکزی وايي چې ایتلافي حکومتونه حتی په پرمختللو هیوادونو کې هم ماتیږي په تیره بیا که دا حکومت د فشار په نتیجه کې جوړ شوی وي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي چې دغه حکومت به یو څو ستونزې ولري، خو دده په فکر د حل لاره شته.

ښاغلی ستانکزی وایي په تیرو دیارلسو کالونو کې افغان ولس د سیاسیت مدارانو د رقابتونو او سیاسي دریځونو قرباني شویدي. هغه وايي هیله ده چې دا ځلې به داسې و نه شي.

XS
SM
MD
LG