د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) په یو تازه راپور ویلي چې د افغانستان په شمال کې د کوکنارو ډیر شمیر کروندګر د خپل له لاسه ورکړل شوي عاید د جبرانولو توان نه لري.
په دې راپور کې چې د دوشنبې په ورځ، د دسمبر په ۲۹مه خپور شو، راغلي چې د بدخشان، بلخ او کندوز ولایتونو ۸۵ سلنه بزګرانو یا د خپل له لاسه ورکړل شوي عاید لپاره هیڅ بدیل نه لري یا یې یوازې د دې توان درلود چې په جزوي ډول یې جبران کړي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې، په افغانستان کې د مخدره توکو کښت، تولید او سوداګرۍ باندې بندیز ولګاوو.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) وايي چې په دریو ولایتونو کې ۹۵ سلنه بزګرانو د کوکنارو کښت پریښی دی او افغان بزګران ملاتړ ته اړتیا لري.
راپور ښيي چې په بدخشان، بلخ او کندوز کې اکثره افغان بزګران چې پخوا یې کوکنار کرل، اوس د غنمو کښت ته مخه کړې ده، خو د دې راپور د موندنو له مخې، غنم یو ارزانه فصل دی او عاید یې د اپینو په پرتله ډېر ټیټ دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د یو هکتار ځمکې د غنمو حاصل (د پنځه جریبه ځمکې سره مساوي) ۷۷۰ ډالر و، په داسې حال کې چې د یو هکتار ځمکې د کوکنارو حاصل شاوخوا ۱۰ زره ډالره و.
ملګري ملتونه د دوامداره وچکالۍ او د اوبو کمښت ته په اشارې ویلې چې دا وضعیت په بزګرانو فشار زیاتوي او دوی د خوړو د کمښت او د بې وزلۍ لامل کیدای شي.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر د افغان بزګرانو د ستونزو د حل لپاره د یوې همغږې او اوږدمهاله تګلارې غوښتنه کړې، چې پکې د دوامداره بدیلونو چمتو کول او د سیمه ایزو شرایطو سره سم د لوړ ارزښت لرونکو فصلونو کښت ته وده ورکول شامل دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په میاشت کې، اعلان وکړ د دې لپاره " چې [افغانستان] د مخدره توکو د کنټرول لپاره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او د امریکا ګټو او نړیوال امنیت ته جدي ګواښونه رامینځته کوي." د څو نورو هیوادونو تر څنګ د غیرقانوني مخدره توکو د لوی ټرانزیټ لارې یا تولیدونکي هیوادونو په لیست کې شامل کړی دی.
ولسمشر ټرمپ ویلي و چې د طالبانو لخوا د مخدره توکو په تولید او سوداګرۍ د بندیز سره سره، په افغانستان کې د مخدره توکو زیرمې او دوامداره تولید نړیوالو بازارونو ته لیږدول دوام لري او د هغه په وینا چې د طالبانو ځینې غړي لاهم د مخدره توکو له سوداګرۍ څخه ګټه پورته کوي.
متحدو ایالتونو همدارنګه په افغانستان کې د میتامفیتامین په تولید کې د زیاتوالي راپور ورکړی، او ویلي یې دي چې "د دې مخدره توکو څخه ترلاسه شوي عاید بین المللي جنایي ډلې تمویلوي او د نړیوالو ترهګرو ملاتړ کوي."
میتامفیتامین داسې مخدره مواد دي چې په صنعتي ډول په لابراتوارونو کې تولیدیږي او په افغانستان کې د "شیشه" په نوم هم پیژندل کیږي.
فورم \ دبحث خونه