د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې له اټکل زیات ماشومان واکسین شوي


د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، په دې ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق پروړاندې ستونزې کمې شوې، چې له امله یې د پولیو ضد واکسین وروستی کمپاین له لاسته راوړنو څخه ډک وو.

د پکتیکا د پولیو د عاجلې څانګې مشر محمد نور امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، د وروستي کمپاین پر مهال په پکتیکا کې له ټاکلې اندازې زیات ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شوي دي.

محمد انور: د پکتیکا په ولایت کې تېر کمپاین ډېر ښه ترسره شو
محمد انور: د پکتیکا په ولایت کې تېر کمپاین ډېر ښه ترسره شو

هغه وویل:"د پکتیکا په ولایت کې تېر کمپاین ډېر ښه ترسره شو، ددې په خاطر چې مونږ په ۱۹ ولسوالیو کې مجموعآ دوه لکه اولس زره ماشومان تخمین کړي وو، خو د خلکو په همکارۍ مونږ دوه لکه اتلس زره اته څلوېښت ماشومانواکسین کړل".

محمد نور زیاتوي، چې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو همکاري اوهم د رسنیو ښه فعالیت د خلکو د عامه پوهاوي په لوړولو کې پوره مرسته کړې ده.

په پکتیکا کې د صحي رضاکارانو د يوې ډلې مسئول محمد طارق وايي، کورنيو ته يې د واکسين د ګټو په اړه هر ځل پوره معلومات ورکړي، چې له دې سره اوس د پولیو ضد واکسین ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.

ده وویل:"دلته خلک له واکسین سره آشنا دي او په ډير لیوالتیا سره واکسین خپلو ماشومانو ته ورکوي، کومه ستونزه نه لري، ټول خلک مرسته کوي که د کلیو مشران دي، حتآ د کلیو ملا امامان هم زمونږ سره مرسته کوي".

بلخوا د پکتیکا ولایت یو دیني عالم مولوي عبدالکریم مجاهدي وایي، چې ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ور کول وقایه ده او د اسلام په مبین دین کې ورته بشپړه اجازه ورکړل شوې ده.

دیني عالم:ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ور کول وقایه ده
دیني عالم:ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ور کول وقایه ده

هغه وویل:"په کتابونو کې قیدونه راځي هغه داسې وایې چې د ضررناک شي دفاع مخکې له دې چې تاته ضرر ورسوي واجب ده، هر مرض خپله تداوي لري، نو واکسین د پولیو ناروغۍ لپاره وقایه او تداوي ده، نو دا ډېره ښه خبره ده چې واکسین هر مسلمان ته ورسېږي".

د ۲۰۱۸ مېلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه، په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ۱۹ او په پاکستان کې بیا تر دېمهاله ۸ مثبت پېښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG