د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر- زموږ له تجهیزاتو شخصي ګټه مه اخلئ


د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جانس بس
د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جانس بس

د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جان بس وايي په شخصي مسایلو کې د امریکا د ورکړل شویو "تجهیزاتو" کارول، "زموږ قربانیو" ته سپکاوی دی.

سفیر جان بس د چهارشنبې په ورځ (مارچ۱۳) په ټویټر لیکلي دي چې د شخصي ګټو لپاره د هغو پېسو، تجهیزاتو او نورو مرستو، چې د امریکا خلکو افغانستان ته ورکړي، لګول او کارول "زموږ د وژل شویو اتلانو" سپکاوی دی.

د امریکا سفیر همدغه راز لیکلي دي هر هغه افغان چې خپلې شخصي ګټې پر ملي ګټو لوړې ګڼي، هم ( زموږ وژل شویو اتلانو) ته سپکاوی دی او د هغه هدف خنډ کېدی شي چې ډېرو ورته قربانۍ ورکړي دي: "په افغانستان کې سوله".

ښاغلي بس په ښکاره دا خبره نه ده کړې چې د دغو ټویټونو هدف یې څوک دي.

د امریکا سفیر خپلو ټویټونو کې هغه هشتګ ګارولی چې د چهارشنبې په ورځ (مارچ۱۳) د افغان ولسمشر د ملي امنیت مشاور، حمد الله محب، وکاروه. ښاغلي محب په واشنګتن کې په یوې غونډې کې وويل چې متحده ایالات باید په افغانستان کې خپله اوږدمهاله تګلاره څرګنده کړي.

بل لور ته بیا د پنجشنبې په ورځ د بلخ په مرکز مزار شریف کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د استول شوي ۸۸۸ ځانګړې قطعې او ( د عطا محمد نور) د ملاتړو پولیسو او (ملېشو) ترمنځ شخړه پیل شوې.

په مزار کې شخړه د نوي امنیې قومندان د ټاکلو پر سر رامنځته شوې ده. ولسمشر غني د عطا نور له ملاتړه برخمن د امنیه قومندان محمد سامع له دندې لېرې کړی، خو ښاغلی عطا وايي چې دا د ارګ "توطیه" ده او نه پرېږدي چې نوی امنیه قومندان کار پیل کړي.

د دواړو خواو ترمنځ ډزې هم شوې دي او ښار او بازار تړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG