د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت د بلخ امنیه قوماندان بدل کړی، عطا نور یې 'توطیه' بولي


د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور
د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د بلخ ولایت د امنیې قوماندان بدل کړیدی خو د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور پخپل ټویټر وایي چې د حکومت دغه اقدام د هغوي ضد 'توطيه' ده.

د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین خوشحال سادات په خپل ټویټر پرله پسې دری ټویټونه وکړل. هغه په خپل ټویټر ولیکل چې ولسمشر د بلخ د خراب وضعیت له کبله عبدالرقیب مبارز نوي امنیه قوماندان ټاکلی دی خو اکرم سامع یې پریکړه نه مني. هغه لیکلي:

د حکومت لخوا د بلخ د امنیې قوماندان جنرال اکرم سامع د گوښه کولو او د هغه پر ځاې د جنرال رقیب مبارز د ټاکلو د اعلان نه وروسته د بلخ پخواني والي عطا محمد نور چې د جنرال سمیع ملاتړ کوي، په خپل ټویټر د مزار د ولس نه وغوښتل چې کاربندیز دې وکړي. هغه ولیکل:

"زه د مزار په اوسیدونکو غږ کوم چې د کورونه نه دې د باندې نه ووځي. دکانونه او ماکیټونه دې تر بل اعلان پورې بند وي. ارگ زمونږ ضد توطیې جوړوي. مونږ دې مسلې ته په بیړنۍ توگه لمړیتوب ورکوو."

ځینې سر چینې وایي چې د ولسمشر غني لخوا د امنیې نوی ټاکل شوی قوماندان جنرال سامع د پولیسو د ځانگړې ځواکونو سره د بلخ په لور روان شویدی.

XS
SM
MD
LG