د لاس رسي وړ اتصالات

د فینکس په کمپ باندې حملې کې درې تنه وژل شویدي


د فینکس په کمپ باندې حملې کې درې تنه وژل شویدي
د فینکس په کمپ باندې حملې کې درې تنه وژل شویدي

ناتو په افغانستان کي ویلي دي چي یاغیانو چي د ښځو جامې یې اغوستي وې نن د شنبې په ورځ په کابل کي د ائتلاف په یوې اډې باندي حمله کړې ده.

ناتو وایي چي نن سهار کله چي یاغیانو په پایتخت کابل کي د ( فینیکس ) په کمپ باندي حمله وکړه، نو په دې حمله کي درې تنه یې چي دوه یې ځان مرګه بم چونکي وو ووژل شول او د ناتو درې عسکر سپک زخمي شوي دي

او له بلي خوا په امریکا کي د قرآن کریم د سوځولو په خلاف مرګانۍ مظاهرې د افغانستان جنوب ته هم رسیدلي دي. چارواکو وویل چي په کندهار کي د قرآن کریم د سوځولو په خلاف مظاهرې زور واخیست چي پنځه کسه په کی ووژل شول او ۴٦ تنه زخمیان شول.

ناتو په یوه بل خبر کی ویلي دي چي ګډو قواو د کندز په ولایت کي پرون د طالبانو یو مشر چي د ځان مرګو حملې یې ترتیبولې وژلی دی. دغه نړیوال اتحاد وویل چي د طالبانو دغه مشر د تیري فیبروري په میاشت کي د هغي حملې د ترتیبولو او اجرا کولو مسئول و چي یو افغان پولیس او ٢٩ ملکي افغانان یې ووژل. دا حمله د امام صاحب په ښار کي وسوه او په کي ٣٦ ملکي کسان زخمي هم سول.

XS
SM
MD
LG