د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له پاکستان سره لوبه کوي- کرکټ


افغانستان څو میاشتې مخکې په آسیا جام کې پر پاکستان په وروستي اور کې لوبه وبایلله
افغانستان څو میاشتې مخکې په آسیا جام کې پر پاکستان په وروستي اور کې لوبه وبایلله

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د تمریني لوبو مهالوېش او لوبډلې اعلان کړې.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې افغانستان له پاکستان او انګلنډ سره یوه یوه تمریني لوبه لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا د اعلامیې له مخې افغانستان د مۍ په ۲۴ له پاکستان سره د برتانیا د برېسټول کاونټي په لوبغالي کې او د مۍ په ۲۷ د آوال په لوبغالي کې له انګلنډ سره لوبې لري.

دا تمریني لوبې دي، ګټل او بایلل یې د لوبډلو او هېوادونو په نړیوالو امتیازونو او درجه بندۍ باندې اغیز نکوي، خو شک نشته چې ګټونکي به یې نړیوال جام ته له لوړ مورال سره درومي.

افغانستان تر دې دمه له پاکستان سره دوې یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې او دواړه یې بایللې دي. او له انګلنډ سره یو وارې مخامخ شوی او هغه یې هم باللې ده.

نړیوال جام په برتانیا کې ده چې د مۍ په وروستیو کې پيلیږي او د افغانستان په ګډون لس هېوادونه په کې له یو بل سره سیالۍ کوي.

XS
SM
MD
LG