د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ بورډ د تمریناتي کمپ لپاره ۴۴ کسیز نوملړ اعلان کړ


د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ په وړاندې راتلونکو لوبو ته د چمتووالي په هدف د تمریناتي کمپ لپاره د ۴۴ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي نن شنبې خبریالانو ته وویل چې په دغه تمریناتي کمپ کې تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته ځای ور کړی دی.

نوموړي‌ ویلي چې له یاد کار څخه یې هدف د ځوانو لوبغاړو سیمه روزنه ده.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزی
د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزی

​افغان کرکټ بورډ وايي چې له یاد کار څخه یې بل هدف د لوبډلې په تشکیل کې د فاسټ باولینګ الراونډرانو، او فاسټ بالرانو زیاتوال او دغه راز د لوبډلې پر اوپنرانو چې پخوا یوه ستونزه وه کار کول دي.

پر همدې مهال د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې یوه مسؤل لطف الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې دا لوبغاړي د هند په بنګلور ښار کې په تمریناتي کمپ کې ګډون کوي چې موخه د ایرلینډ په وړاندې راتلونکو لوبو ته چمتووالی دی.

هغه وویل:"د نړیوال جام لپاره به هم پر همدې لوبغاړو باندې کار کېږي، تر څو یو شل کسیزه لوبډله له دې غوره شي، چې هغه به هم د ایرلینډ په وړاندې لوبې وکړي،تر هغه وروسته به تر ډېره د نړیوال جام لپاره له همدې شلو تنو نه لوبډله جوړېږي."

ټاکل شوې په راتلونکې فبروري میاشت پر۲۱مه په هند کې د افغان او ایرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ یو ټسټ، پنځه یو ورځنۍ، او درې شل اوریزې سیالۍ تر سره شي چې د مارچ میاشتې تر ۱۹ به دوام وکړي.

د کرکټ نړیوال جام لوبې د روان ۲۰۱۹کال په جون او جولای میاشتو کې د انګلستان په ویلز ښار کې تر سره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي ویلي چې د نړيوال جام لپاره له تېرو درې میاشتو راهیسې تياری پيل شوی چې د چنای کمپ یې برخه وه.

په دغه نوملړ کې یاد لوبغاړي شامل دي.

محمد شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځی، نورعلي ځدراڼ، نجیب الله تره کی، عثمان غني، جاويد احمدي، احسان الله جنت، حشمت الله شهيدي، رحمت شاه، سميع الله شینواری، ناصر جمال، اصغر افغان، درویش رسولي، شاهد کمال، نجیب ځدران، شفیق الله شفق، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، افسرځاځی، منیر احمد، افتاب عالم، دولت ځدران، سعید شیرزاد، شاپورځدراڼ، فضل الحق، وفادار مومند، يمين احمدزی، ضیاالرحمن شریفي، فريد ملک، ګلبدین نایب، راشد ارمان، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله ، میرویس اشرف، مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، ضياالرحمن اکبر، وقار سلام خیل، حمزه هوتک، عبدالواسع، ظاهر خان، عبدالباقي او قیس احمد یاد کړل.

افغان کرکټ لوبغاړي
افغان کرکټ لوبغاړي

د کرکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې دغه تمریناتي کمپ به ۲۲ ورځې دوام وکړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله دا مهال د کرکټ د نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې د يو ورځنيو سياليو د لوبډلو په نوملړ کې په لسم نمبر او شل اووريزو په نوملړ کې په اتم نمبر ځای کې ده.

د دې ترڅنګ د يو ورځنيو سياليو په نړيوالو غوره لوبغاړو کې راشد خان په دوهم نمبر ښه بالر او په اول نمبر غوره ال راؤنډر او محمدنبي يې په درېم نمبر غوره ال راؤنډر دی.

دغه راز د شل اووريزو لوبغاړو په درجه بندۍ کې راشد خان په اول نمبر غوره بالر او محمد نبي په درېم نمبر غوره ال راؤنډر دی.

XS
SM
MD
LG