د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام: افغانستان استرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه


د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ ۱۲۹ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.
د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ ۱۲۹ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د کرکټ په نړیوال جام کې د سه شنبې په ورځ اکتوبر اوومه (لړم ۱۶) افغانستان د ابراهیم ځدراڼ د سلیزې او راشد خان د ۳۵ چټکو منډو په مټ استرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه.

د ممبۍ ښار په وانکهدي لوبغالي کې افغانستان ددغه پنځوس اوریزې لوبې د پچې له ګټلو وروسته د لومړی توپ وهنې پرېکړه وکړه.

پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ په ۱۴۳ توپونو ۱۲۹ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

بل پرانیستونکی توپ وهونکی رحمان الله ګربز د ۲۱ منډو کولو وروسته وسوځېد. د افغانستان نورو توپ وهونکو رحمت شاه ۳۰ منډې، کپتان حشمت الله شهیدي ۲۶، او عظمت الله عمرزي ۲۲ منډې وکړې.

د استرالیا توپ اچوونکي جاش هزلووډ د افغانستان دوه لوبغاړي وسوځول. نورو توپ اچوونکو میچل سټارک، ګلین مکسویل او ادم زمپا یوه-یوه ویکټ واخیستله.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان په لوبډله کې د فضل الحق فاروقي پر ځای بل توپ اچوونکی نوین الحق لوبیږي.

د استرالیا په لوبډله کې توپ وهونکی سټیو سمیت د زخمي کېدو په وجه نن لوبه نه کوي. د استرالیا په ټیم کې میچل مارش او ګلین مکسویل شامل شوي چې د شنبې په ورځ د انګلنډ خلاف لوبه کې نه وو لوبول شوي.

په روان نړیوال جام کې افغانستان تر اوسه اووه لوبې کړي، څلور یې ګټلي او د لسو لوبډلو په کتار کې شپږم مقام لري.

استرالیا په دې جام کې د خپلو اوو لوبو پنځه ګټلي، دوه یې بایللي او د درېیم مقام لري.

تر اوسه د دواړو خواوو تر منځ درې ۵۰ اوریزې لوبې شوي او ټولې د استرالیا په ګټه پای ته رسېدلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG