د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام: افغانستان د استرالیا خلاف لومړۍ توپ وهنه کوي


د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ په لومړنیو ۲۰ اورونو کې پنځوس منډې بشپړ کړې.
د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ په لومړنیو ۲۰ اورونو کې پنځوس منډې بشپړ کړې.

د کرکټ په نړیوال جام کې د سه شنبې په ورځ اکتوبر اوومه (لړم ۱۶) له استرالیا سره په لوبه کې افغانستان د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه کوي.

د ممبۍ ښار په وانکهدي لوبغالي کې ددغه پنځوس اوریزې لوبې دپاره د افغانستان په لوبډله کې د فضل الحق فاروقي پر ځای بل توپ اچوونکی نوین الحق لوبیږي.

د استرالیا په لوبډله کې توپ وهونکی سټیو سمیت د زخمي کېدو په وجه نن لوبه نه کوي. د استرالیا په ټیم کې میچل مارش او ګلین مکسویل شامل شوي چې د شنبې په ورځ د انګلنډ خلاف لوبه کې نه وو لوبول شوي.

په روان نړیوال جام کې افغانستان تر اوسه اووه لوبې کړي، څلور یې ګټلي او د لسو لوبډلو په کتار کې شپږم مقام لري.

استرالیا په دې جام کې د خپلو اوو لوبو پنځه ګټلي، دوه یې بایللي او د درېیم مقاما لري.

تر اوسه د دواړو خواوو تر منځ درې ۵۰ اوریزې لوبې شوي او ټولې د استرالیا په ګټه پای ته رسېدلي دي.

د افغانستان لوبډله: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي (کپتان)، محمد نبي، اکرام علي خېل، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد، نوین الحق

د استرالیا لوبډله: ټراویس هیډ، ډیویډ وارنر، میچل مارش، مارنس لبوشېن، جاس انګلیس، ګلین مکسویل، مارکس سټواینس، پاټ کمینز، میچل سټارک، ادم زمپا، جاش هزلووډ

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG