د لاس رسي وړ اتصالات

شکیب الحسن: ډاډه نه و چې افغانستان ته به ماتې ورکوو


شکب له افغانستان سره لوبې کې غوره لوبغاړی شو
شکب له افغانستان سره لوبې کې غوره لوبغاړی شو

د بنګله دېش لوبغاړی شکیب الحسن وایي‌ کله چې افغانستان پچه وګټله او د باولینګ پرېکړه یې وکړه،‌ هغه حیران شو.

شکیب الحسن د لوبې غوره لوبغاړی شو. ۵۱ منډې یې وکړې او د افغانستان پنځه لوبغاړي یې هم وسوځول.

هغه له لوبې ورسته په خبري کنفرانس کې وویل ( موږ ډاډه نه و چې افغانستان به ماتوو. هغوی یوه خطرناکه لوبډله ده).

هغه وویل چې د ټاس له ګټلو وروسته د افغانستان په پرېکړې حیران شو خو زیاته یې کړه چې د هرې لوبډلې خپل پلان وي.

وايي په دغه میدان باندې لوبه شوې وه او افغانستان ورسره بلد و. شکیب الحسن وویل چې دوی په ذهن کې د۲۴۰ منډو هدف نیولی و.

دا پنځم ځل و چې بنګله دېش په یوې ورځنیو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکوي.

XS
SM
MD
LG