د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له هند سره خپله تاریخي ټسټ لوبه پيل کړه


دا د افغانستان لومړنی ټسټ دی
دا د افغانستان لومړنی ټسټ دی

د افغانستان او هند ترمنځ د کرکټ ټسټ (پنځه ورځنۍ) تاریخي لوبه د هند د بنګلور په ښار کې پیل شوه.

هند د پچې له ګټلو وروسته منډو جوړولو ته ملا وتړله. دا د افغانستان د کرکټ‌ په تاریخ کې د دغه هېواد لومړنۍ ټسټ لوبه ده. خو هند بیا څه باندې ۵۰۰ ټسټ لوبې کړي‌دي.

افغانستان د دغو لوبو لپاره له څه باندې یوې میاشتې راهېسې چمتوالي‌نیولي‌وو. دا لوبه د پنجشنبې په ورځ (جون۱۴) پیلیږي او پنځه ورځې به روانه وي.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دولسم بشپړ غړی شو چې د ټسټ‌ لوبې یې پیل کړې. د کرکت نړیوالې شورا په خپل ټویټر کې افغانستان ته ښه راغلاست ویلی دی:

د افغانستان لوبغاړي:

اصغر ستانکزی کپټان، محمد شهزاد محمدي، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی)، محمد نبي، راشد خان، یمین احمدزی، وفادار مومند او مجیب الرحمن.

د هند لوبډله:

اجینکا ریهاني، شکر دایوان، مورالي‌ویجی، پوجارا، راهول، کارتیک، پانډی،‌ جدیجه، اشوین، شرما او یادوف.

کپټان اصغر ستانکزي هیله ښودلې چې ښه لوبه وکړي. د هند کپټان ریهاني بیا ویلي‌ چې خوښ دی د افغانستان په تاریخي‌لوبه کې له دغه هېواد سره مخامخ دی.

په همدې حال کې د هند صدراعظم نریندرا مودي‌دا یوه تاریخي‌ او له ویاړه ډکه لوبه بللې ده. ښاغلي‌ مودي په یو پیغام کې ویلي‌ دي چې هند ویاړي‌ چې له افغانستان سره د ټسټ لوبه کوي.

امریکا غږ پر خپل فیسبوک، ویپاڼې، ټویټر، تلویزون او راډیو باندې د دغې لوبې په اړه تازه په تازه معلومات، تصویرونه، ویډیوګانې او تحلیلونه خپروي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG