ټاکل شوې چې سبا جمعه (اکتوبر۲۳) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د متحدو عربي اماراتو د شارجې په نړیوال میدان کې د زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.
دا د افغانستان، زمبابوې او بنګله دېش ترمنځ د درې اړخیزې لړۍ پایلوبه ده.
افغانستان او زمبابوې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره دغې پایلوبې ته وتلي دي.
افغانستان د دغو سیالیو کوربه دی او د سبانۍ لوبې ګټونکی به د دې اړخیزې لړۍ جاپ ترلاسه کوي.
په همدې ورځ د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله هم په عمان کې د بنګله دېش د ۱۹ کلنې لوبډلې سره لوبه کوي.
دغو دواړو لوبډلو درې لوبې کړې، چې دوې یې بنګله دېش او یوه یې افغانستان ګټلې ده.
که افغان ځوانان دا لوبه وګټي، د څلورو لوبو دا لړۍ به مساوي پای ته ورسېږي.
فورم \ دبحث خونه