د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ ټست لوبه بې نتیجې شوه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټست لوبه
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټست لوبه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوشنبې په ورځ (نومبر۹) د ټست (پنځه ورځنۍ) لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده.

دا لوبه د متحدو عربي اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کې وه.

په دغې لوبې کې افغان کپتان رحمت شاه ۱۷۳ منډې وکړې او همدغه راز صدیق اتل ۱۰۱۵ او بل ځوان لوبغاړي رحمان الله ځدراڼ ۱۱۳ منډې وکړې.

دا د افغانستان لپاره د رحمان الله ځدراڼ لومړۍ لوبه وه او د کرکټ یو شمېر مبصرینو او مینه والو د هغه لوبه او وړتیا ستایلې ده.

د ټست د پنځو ورځو په لوبې کې هره لوبډله دوې پاڼۍ لوبې کوي.

زمبابوې په خپلې لومړۍ پاڼې کې۵۰۴ منډې وکړې او افغانستان یې په ځواب کې ۵۱۴ منډې وکړې. زمبابوې په دویمه پاڼۍ کې ۵۲۳ منډې وکړې، پنځه ورځې پوره شوې او افغانستان ته وخت پاتې نه شو چې دویمه پاڼۍ لوبه وکړي. په همدې اساس، لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده.

د دغې ټست لوبې غوره لوبغاړی د زمبابوې برېنډن ټایلر شو، ده په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۱ او په دویمې پاڼۍ کې ۸۲ منډې وکړې.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ بله دویمه ټست لوبه د جمعې په ورځ پیل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG