د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په هرو دریو افغانانو کې یې یو بېړنیو خوارکي مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیواله پروګرام (ډبیلو اف پي) وايي چې د هغو افغانانو لپاره د مرستو رسولو بهیر چټک کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو جګړو له کبله اغېزمن شوي دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ [د مارچ ۱۵] د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې دوی د جګړو له کبله د ۲۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو لپاره حیاتي مرستې رسوي.

اعلامیه زیاتوي چې په پیل کې اغېزمنو کورنیو ته د عاجلو خوراکي اړتیاو د پوره کولو لپاره بېسکټونه ورکول کیږي او هغوی چې تر ټولو اړمن وي د دوو میاشتو لپاره خواړه یا نغدي مرستې ترلاسه کوي.

د ناروې د کډوالو شورا د جمعې په ورځ [مارچ ۱۳] په یو راپور کې لیکلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې په زیاتیدو سره ملکي خلک ډیر زیان ویني.

دغې شورا څرګنده کړې ده چې د نښتو د پیل راهیسې یوازې د افغانستان په ختیځ کې ۱۱۵زره کسان بېځایه شوي دي.

په افغانستان کې د ډبیلو اف پي مشر جان اېلایف ویلي چې د هېواد وضعیت ته په کتو "نه شي کیدای چې خپلې سترګې پټې کړو."

د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو مرستې په اتو ولایتونو، نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، او کندهار کې پر خلکو وېشل کېږي.

ملګري ملتونه وايي چې د اکټوبر د میاشتې نه راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازو تړل کېدلو او په منځني ختیځ کې شخړو د خوړو د نړیوالې ادارې لخوا د مرستو د رسولو بهیر سخت اغېزمن کړی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له څو اونیو راهېسې جګړه روانه ده او دواړه خواوې یو بل ته د درنو تلفاتو د اوښتو ادعاوې کوي.

ملګرو ملتونړو څو ورځې مخکې وویل چې د ۲۰۲۶ د فبرورۍ له ۲۶ څخه نیولې د مارچ تر پنځمې نېټې پورې د دواړو خواو ترمنځ جګړې کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ژوبل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر ویلي چې په دغې جګړې کې ۱۶زره ملکي وګړي هم بېځایه شوي او د لارو د بندېدو له کبله په بشري مرستو بار ۱۶۰ کانتینرونه هم بند پاتې او اړمنو ته د مرستو رسول سخت شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG