د لاس رسي وړ اتصالات

میرویس اشرف: ژر به د کرکټ د نړیوالې شورا تازه غوښتنې پوره کړو


د افغانستان کرکټ بورډ سرپرتس مشر میرویس اشرف
د افغانستان کرکټ بورډ سرپرتس مشر میرویس اشرف

د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست مشر میرویس اشرف وايي چې د کرکټ د نړیوالې شورا د غوښتنو او وړاندیزونو په پوره کولو یې کار پیل کړی دی او ژر به یې دغې شورا ته وسپاري.

د کرکټ نړیوالې شورا څو ورځې مخکې وویل چې د افغانستان د کرکټ بورډ کې د کارونو د ارزولو لپاره یې کاري کمېټه ټاکلې ده.

د کرکټ‌ نړیواله شورا غواړي پوهه شي چې د بورډ مشرتابه د افغانستان د کرکټ بورډ د اساسنامې په اساس ټاکل شوی او «واکمن نظام» یې په چارو کې مداخله نکوي او خپلو کارونو ته یې پرېږدي.

ښاغلي اشرف امریکا غږ ته وویل چې دوی د کرکټ‌ د نړیوالې شورا وړاندیزونو پوره کولو باندې کار کوي، ژر به یې تمام او اړوندې شورا ته وسپاري. هغه وویل چې د کرکټ د نړیوالې شورا له دغې کاري ډلې سره به له نژدې کار کوي.

د اساسنامې په اساس د کرکټ بورډ مشر د «منتخب ولسمشر» له لوري ټاکل کیږي، خو په افغانستان کې د «جمهوریت له سقوط»‌ ورسته اوس هلته «منتخب ولسمشر» نشته، خو د طالبانو د حکومت رئیس الوزراء میرویس اشرف د بورډ سرپرست ټاکلی دی.

د کرکټ‌ نړیوالې شورا غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د طالبانو حکومت د کرکټ د متوازن پرمختګ لپاره ژمن دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي وو چې «د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان کرکټ د ملاتړ دوام ته ژمنه ده چې د هلکانو او نجونو کرکټ وده وکړي او پر مخ ولاړ شي.‌ موږ باور لرو چې د دغه کار د ترسره کولو لپاره تر ټولو اغیز ناکه لاره دا ده چې د خپل غړي (افغانستان) د هڅو ننګه وکړو چې د نوي حکومت سره د اړیکو له لارې دا هدف ترلاسه کړي».

میرویس اشرف وايي چې «واکمن نظام» په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ پوره ننګه کوي او د مشر په توګه هغه ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا همدغه راز ویلي دي چې باید په افغانستان کې د کرکټ ارزښت وساتل شي. په اعلامیې کې د مشر ګرېک بارکليله خولې ویل شوي: «...موږ باید دا حیثیت خوندي وساتو او د افغانستان د کرکټ بورډ په واسطه د تغیراتو راوستلو هڅه وکړو، خو موږ به حالت له نژدې څارو او حالت ته په کتو به اقدام کوي.»

مېرویس اشرف هیله وښوده چې د کرکټ د نړیوالې شورا ډاډ ترلاسه کوي. هغه وايي چې دغې شورا د افغانستان کرکت سره په خپلو همکاریو تاکید کړی دی.

څو ورځې مخکې د کرکټ د نړیوالې شورا عمومي غونډه وه چې په کې د افغانستان ته د ګډون اجازه ورنکړل شوه.

XS
SM
MD
LG