د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له زمبابوې څخه د دریو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله


افغانستان له زمبابوې څخه درې واړه شل اوریزې لوبې وګټلې
افغانستان له زمبابوې څخه درې واړه شل اوریزې لوبې وګټلې

افغانستان له زمبابوې څخه د نړیوالو شل اوریزو دریو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله.

په درېیمه لوبه کې چې نن شنبه مارچ ۲۰ (کب ۳۰) په ابو ظهبۍ کې وه،‌ افغانستان زمبابوې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه چې زمبابوې دا هدف پوره نشو کړی.

نجیب ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی شو. ده په حساس وخت کې د افغانستان لپاره ۷۲ چټکې منډې وکړې.

افغانستان تېره ورځ هم زمبابوې ته ماتې ورکړه او د چهارشنبې په ورځ یې هم ترې د دغې لړۍ اوله لوبه وګټله.

کریم جنت د دغې لړۍ غوره لوبغاړی شو . دی په بېټېنګ او بالینګ دواړه کې ښه وځلېده.

ده په دغو دریو لوبو کې په بېټنګ کې شاوخوا ۱۰۰ منډې وکړې او لږ تر لږه پنځه مخالف لوبغاړي یې هم وسوځول.

افغانستان او زمبابوې تر دې مخکې دوه د ټست لوبې وکړې، چې یوه یې افغانستان او بله یې زمبابوې وګټله.

د افغانستان کرکټ‌ بورډ په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې اصغر افغان لومړی کپتان شو چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۴۲ لوبې ګټي.

XS
SM
MD
LG