د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام کې افغانستان سره د لوبې وړاندې، پر استرالیا د 'دوه مخې چلند' تور لګېدلی


افغان لوبغاړي نوین الحق د استرالیا د کرکټ پر مسئولینو د افغانستان سره د لوبو په برخه کې د دوه مخې سیاست کولو تور پورې کړی.
افغان لوبغاړي نوین الحق د استرالیا د کرکټ پر مسئولینو د افغانستان سره د لوبو په برخه کې د دوه مخې سیاست کولو تور پورې کړی.

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان او استرالیا د لوبې یوه ورځ وړاندې، افغان لوبغاړي نوین الحق د استرالیا د کرکټ پر مسئولینو تور لګولی چې د افغانستان سره د لوبو په برخه کې دوه مخی چلند کوي.

د مارچ په میاشت کې، د استرالیا کرکټ بورډ د افغانستان سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ لغوه کړه او لامل یې په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړه باندې د طالبانو بندیزونه وښودل.

نوین الحق په ټولنیزو رسنیو کې نیوکه کړې چې د استرالیا د کرکټ مسئولینو له افغانستان سره د لوبو لړۍ لغوه کړه خو اوس په نړیوال جام کې د خپلې ګټې په خاطر د افغانستان سره لوبه کوي.

نوین الحق په خپل انسټاګرام حساب کې لیکلي: "[استرالیا د افغانستان سره] د لوبو د لړۍ څخه انکار وکړ. اوس به دا په زړه پورې وي چې وګورو، کرکټ استرالیا په نړیوال جام کې د بشري حقونو په خوا دریږي او که دوه پواینټونه غواړي."

خو د استرالیا د لوبډلې پخواني کپتان سټیو سمېت د دوشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) وویل، په نړیوال جام کې د افغانستان له لوبډلې سره د استرالیا د لوبې پرېکړه دده "له سویې څخه پورته خبره" ده.

سمېت د ممبۍ په وانکهید لوبغالي کې له افغانستان سره له لوبې یوه ورځ مخکې خبري غونډې ته وویل: "موږ په دې وروستیو کې په خپل کوربه توب په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د افغانستان په وړاندې لوبه کړې او سبا [سه شنبه] هم ورسره لوبه کوو. نو دا پوښتنه زما دپاره نه ده. دا پرېکړه کول زما له سویې پورته خبره ده."

د استرالیا کرکټ بورډ یو مسئول د نوین الحق د پوسټ په ځواب کې، د استرالیا یوې محلي رسنۍ ته وویل: "د مارچ په میاشت کې استرالیا له افغانستان سره د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ د طالبانو د هغه اعلان په غبرګون کې لغوه کړه چې د ښځو پر کار او زده کړو یې نوي بندیزونه ولګول او هغوی یې پارکونو او جمنازیمونو ته له تګ څخه منع کړې... د افغانستان په وړاندې دوه اړخیزې سیالۍ چې په اړه یې استرالیا پریکړه کوي، او د نړیوال جام لوبې چې د کرکټ نړیوالې شورا له لورې اداره کیږي، له یو بل سره توپیر لري."

د سه شنبې په ورځ په نړیوال جام کې د افغانستان او استرالیا لوبه د دواړو خواوو لپاره ډیر ارزښت لري. افغانستان په دغه جام کې تر اوسه اووه لوبې کړي، څلور یې ګټلي دي او هڅه کوي چې ددې جام نیمه پایلوبو ته ورسیږي.

استرالیا چې تراوسه یې پنځه ځله نړیوال جام ګټلی، د روان جام نیمه پایلوبو ته د رسېدو دپاره اړتیا لري چې د افغانستان او بنګله دیش سره د خپلو پاتې دوو لوبو لږ تر لږه یوه لوبه وګټي.

د کرکټ په تیرو نړیوالو جامونو کې د مختلفو لاملونو له کبله، ځینو لوبډلو د لوبې له کوله ډډه کړې ده. په سري لانکا کې د ۱۹۹۶ نړیوال جام په ترڅ کې، استرالیا او ویسټ انډیز د امنیتي دلایلو له مخې، خپلې لوبې لغوه کړې.

انګلنډ هم د ۲۰۰۳ په نړیوال جام کې د امنیتي دلایلو له امله له کوربه زمبابوې سره خپله لوبه لغوه کړه او له کبله یې له جام څخه ووت.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG