د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرېکټ ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته نژدې شو


شهزاد محمد ۷۵ چټکې منډې وکړې او د افغانستان لپاره یې یو ښه اساس کېښود. دی د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.
شهزاد محمد ۷۵ چټکې منډې وکړې او د افغانستان لپاره یې یو ښه اساس کېښود. دی د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

افغانستان د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اورونو د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې کوربه سکاټلېنډ ته هم ماتې ورکړه.

دا د افغانستان درېیم پرلپسې بری دی او په دې سره لا هم په بې ګروپ کې اول دی.

له سکاټلېند سره د افغانستان لوبه د ایډنبرګ په لوبغالي کې وشوه، افغانستان پچه وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغان لوبغاړو منډې

که څه هم د سر لوبغاړی نوروز منګل ژر او په صفر وسوځېد، خو د شهزاد محمدي ۷۵ چټکو منډو د افغانستان لپاره ښه اساس کېښود.

کپټان،اصغر ستانکزي ۳۴، سمیع ۱۹، نجیب ۳۷، محمد نبي ۳۳ او شفق ۶ منډې وکړي او سکاټلېنډ ته یې د ۲۱۱ منډو لوړ هدف ورکړ.

سکاټلېنډ په ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې وکړې او په ۳۷ منډو یې دغه لوبه وبایلله.

په افغان بالرانو کې محمد نبي او حمید حسن د سکاټلېنډ درې درې،میرویس اشرف دوه او دولت ځدراڼ یو لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په دغو سیالیو کې په خپلو دوو لومړنیو لوبو کې هالېنډاو متحده عربي اماراتو ته هم ماتې ورکړي دي.

ریګارډونه

افغانستان په لومړي ځل د ۲۰ اورونو په یوې لوبې کې ۲۱۰ منډې وکړې. افغان لوبډله د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېوادونو په کتار کې دویمه شوه چې دومره منډې کوي.

اېرلېنډ د دویمې درجې هېوادونو په کتار کې لومړنی هېواد دی چې تر ۲۰۰ یې ډېرې منډې کړي دي.

دویم ریکارډ بیا د شهزاد او ستانکزي د ۱۰۰ منډو ملګرتیا وه. دوی لومړني افغان لوبغاړي شول چې په ګډه سره په داسې یوې لوبې کې تر ۱۰۰ ډېرې منډې کوي.

د افغانستان څلورمه لوبه د جولاۍ په ۱۳ نېټه دوشنبې په ورځ له کینیا سره ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG