د لاس رسي وړ اتصالات

په کوټه کې د خواریکښو افغانانو د مړینې په اړه پلټنه کیږي


د کوټې د سکرو ډبرو په کان کې د چاودنې له کبله نهه افغانان مړه شول
د کوټې د سکرو ډبرو په کان کې د چاودنې له کبله نهه افغانان مړه شول

په کوټه کې د خواریکښو افغانانو د مړینې په اړه پلټنه کیږي

په بلوچستان کې د افغانستان جنرل قونصل وحیدالله مومند وايي چې د ډیکاري د سکرو ډبرو په کان کې د شوې پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

د بلوچستان ایالتی چارواکو د دغې پیښې د څیړنې لپاره دوې کمېټې جوړې کړي دي. د افغانستان جنرال قونصل مومند وایي په دي موضوع يي د بلوچستان د ایالتي حکومت سره خبرې روانې دي.

ښاغلی مومند وايي "د بلوچستان ایالت د دغې پیښې د څیړنې لپاره دوه کمېټې جوړې کړي چې په ۱۴ ورځو کې باید خپلې څېړنې ایالتي مقاماتو ته وسپاري. "

د کوټې په ۶۰ کيلو میتره کې د شنبې په ورځ (جولاۍ ۱۳) په ډیګاري سیمه کې د ډبرو د سکرو په یو کان کې د چاودنې له کبله نهه افغان خوارېکښ مړه شول.

پنځوس کلن زاهد الله د میدان وردګ اوسیدونکې دی او د کان له خونړۍ پيښې ژوندی پاتی شوی وايي چې په پیښه کې مړه شوي ټول خواریکښ د افغانستان د میدان وردګ اوسیدونکی وو.

د پاکستان د مزدورکار خلکو د سازمان مشر سلطان خان امریکا غږ ته وویل د پیښې پړه د کان د خاوند او د دولتی اداری په غاړه ده.

د پاکستان د قوانینو مطابق په داسې پیښو کښې یوازې هغو کورنیو سره مالی مرستې کیږې چې د پاکستان اوسیدونکي وي.

تر دې مخکې هم د پاکستان په طبعي کانونو کې ځینې افغان خواريکښ مړه شوي او ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG