د لاس رسي وړ اتصالات

سمنګان کې د ډبرو سکرو کان کې چاودنې شپږ کاریګر وژلي


د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یو کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله شپږ کان کیدونکي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه پېښې په تائید سره وايي، چې وژل شوو کسانو په سیمه کې غیر قانوني کیدنې کولې چې له امله یې پرون ناوخته دغه پېښه رامنځته شوې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالقوي مطفي د سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل:"دا یو غیر قانوني کیدنه وه بدبختانه دا پېښه شوې ده،زموږ د معلوماتو له‌مخې شپږ تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی."

نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولسوالۍ په ځینو برخو کې د یو شمېر کسانو لخوا غیر قانوني کیدنې کیږي چې له امله ورته پېښې رامنځته کېږي.

دا په دره صوف ولسوالۍ کې د کانونو د نړېدو لومړۍ پېښه نه بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.

په افغانستان کې د کانونو غیري قانوني کیدنې له جنجالي موضوعاتو څخه دي چې په اړه یې د حکومت په ګډون بېلابېلو بنسټونو اندېښنې ښودلي دي.

روانه اونۍ په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د جیولوژیستانو د نړې ورځې په مناسبت غونډه کې خبرې کولې وویل، چې طالبان، جنګ سالاران او داعش په افغانستان کې د کانونو له غیر قانوني کیدونو څخه دومداره ګټه اخلي.

په دغه غونډه کې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم ومنل، چې افغان حکومت په تېرو اتلسو کلونو کې ونه توانېدی چې له کانونو څخه په ښه توګه کار واخلي.

خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت بیا وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې د کانونو د غیر قانوني کیدونو سیمې مشخصي شوي چې ډېر ژر به پکې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شي.

XS
SM
MD
LG