د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال روژه د ٢٠٠١ راهیسې افغانانو ته تر ټولو مرگونې وه


د ذنبق څلور لارې په برید لږ تر لږه ١٥٠ کسان ووژل شول
د ذنبق څلور لارې په برید لږ تر لږه ١٥٠ کسان ووژل شول

د امریکا په مشرۍ په ٢٠٠١ کال کې پر افغانستان باندې د یرغل راهیسې د سږکال د روژې میاشت تر ټولو مرگونې میاشت وه چې ٢٠٠ کسان په کې ووژل شول او په سلگونو نور ټپیان شول.

د فرانسې خبري اژانس وایي که څه هم چې د اختر دمخه د شنبې په ورځ د کابل کوڅې ارامې وې، خو خلک د نورو بریدونو نه ډاریږي.

سیاسي څیړونکي جنرال عبدالوحید تاقت د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "دا میاشت دیندارو افغانانو ته چې ټول روژه دي، یوه مرگونې میاشت وه، سخت دریځو هر چیرته په جومات، په لارو او کوڅو کې خلک ووژل، ځکه هغوی په دې باور دي هرڅومره چې ډیر ووژني په هماغه اندازه زیات مکافات ترلاسه کوي".

د روژې د میاشتې د پیل راهیسې د می په ٢٧ طالبانو په خوست کې په افغان ملیشه قواو بمي برید وکړ چې ١٣ تنه یې ووژل او شپږ تنه یې ټپیان شول.

څو ورځې وروسته بیا په کابل کې د ذنبق په څلور لارې کې د فاضله موادو یو ټانکر چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو وچول شو، څه دپاسه ١٥٠ تنه په کې ووژل شول او په سلگونو ټپیان شول چې دا په کابل کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو مرگونی برید و.

دې پیښې کابل ولړزاوه او په سلگونو کسانو اعتراضیه مظاهرې وکړې چې د چارواکو استعفاوی یې غوښتې. د اعتراض کوونکو او امنیتي قواو ترمنځ په اخ وډب کې لږ تر لږه شپږ کسه ووژل شول او بیا شاوخوا اوه تنه هغه وخت ووژل شول چې اعتراض کوونکو خپل مړي ښخول.

د تیرې پنجشنبې په ورځ چې د روژې وروستې ورځې وې طالبانو د هلمند په مرکز لشکرگاه کې د نوي کابل بانک مخ ته یو موټر بمي برید وکړ، لږ تر لږه ٣۴ کسان یې ووژل او شاوخوا ٦٠ تنه یې ټپیان کړل.

افغانستان په داسې حال کې د سخت تاوتریخوالي سره مخامخ دی چې واشنگټن غواړي د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه په دې هیواد کې خپل پوځي شتون پراخ کړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندانانو په ځانگړې توگه عمومي قوماندان جان نیکلسن افغانستان ته د نورو اضافي قواو د لیږلو تقاضا کړې ده.

اوس په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ ٨۴٠٠ امریکایي سرتیري ځای پر ځای شوي چې د ناتو متحدینو د ٥٠٠٠ زرو عسکرو سره یوځای د افغان ځواکونو په مشورو او زده کړو بوخت دي. دا په داسې حال کې دي چې شپږ کاله دمخه ١٠٠٠٠٠ زره امریکایي سرتیري په افغانستان کې میشت وو.

افغان کارپوه جنرال تاقت وایي "طالبان، داعش او القاعده ټول پلان لري چې ٢٠١٧ کال امریکا ته چې غواړي افغانستان ته نور ځواکونه واستوي د یو گواښ په توگه په خونړي کال بدل کړي".

د جمعې په ورځ د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده د اختر په پیغام کې وویل چې تر هغې به جگړې ته دوام ورکړي تر څو چې بهرني ځواکونه په بشپړه توگه له افغانستان نه نه وي وتلي.

XS
SM
MD
LG