د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو په غونډه کې به څوک د افغانستان استازیتوب کوي 


سره له دې چې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډه پیل شوې ده خو لا هم معلومه نده چې د افغانستان په استازیتوب به څوک دغه غونډه کې خبرې کوي. غلام محمد اسحاقزی چې د محمد اشرف غني‌د حکومت لخوا د دغه هیواد په استازیتوب ملګرو ملتونو ته لیږل شوی او که د طالبانو استازی.

د طالبانو کابینې کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش ته په لیږلي لیک کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دغې غونډې ته د استازي په توګه ورپیژندلی.

له دې مخکې ښاغلي اسحاقزي هم د ملګرو ملتونو سرمنشي ته تیره اونۍ لیک لیږلی و او له هغې یې غوښتي و چې دی دې په خپلې دندې کې پریږدي.

د ملګرو ملتونو د عمومی منشي ویاند. فرحان حق د متقي د لخوا لیږل شوی لیک تاکید کړی دی او وایي چې لیک کې د ښاغلي اسحاقزي ماموریت پای ته رسیدلی بلل شوی او ویل شوي چې هغه نور د افغانستان استازیتوب نه کوي.

د ملګرو ملتونو د کاري اصولو په اساس هر کال د نهو کسانو په ګډون یوه کمیټه د غړیو هیوادونو لخوا لیږل شویو استازیو اعتبارنامو په برخه کې کار کوي. خو دغه کار د عمومي غونډې تر ختمیدو وروسته د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې غونډه کوي. سږکال په دغې کمیټې کې بهاماس، بوتان، چیلي، چین، نامیبیا، روسیه، سیرالیون، سویدن او د امریکا متحد ایالات غړیتوب لري.

خو دا چې د هیوادونو استازو د خبرو وروستۍ ورځ د سپتمبر ۲۷مه نیټه ده او ښایي د افغانستان استازی هم په همدغه ورځ‌ خبرې وکړي، دا شونې نه ښکاري چې دغه کمیټه تر دغې ورځې په دې اړه کومه پریکړه وکړي.

له بلې خوا دا چې ښاغلی اسحاقزی لا هم د ملګرو ملتونو اعتبارنامه له ځانه سره لري، داسې نه ښکاري چې د طالبانو استازی به په دغې غونډې کې د افغانستان په استازیتوب خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د سه شنبې په ورځ په همدې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا چې یو ډیر پيچلی وضعیت دی. واضح ده چې وضعیت ورځ تر بلې بدلیږي. اړونده کمیټه به هرومرو په دې اړه یوه پریکړه کوي. زه باور لرم چې د اعتبارنامې کمیټه به په یو مناسب وخت کې خپله پریکړه ونیسي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د طالبانو د استازي منل کیدل به د طالبانو ډلې لپاره یو لوی پرمختګ وي، هغه ډله چې اوس یې په افغانستان کې د قدرت واګي په لاس کې اخیستي‌او په جدي‌توګه د په رسمیت پيژندل کیدو او په هیواد کې د اقتصادي ناورین د مخې نیول په برخه کې د نړیوالو د مرستو غوښتونکې ده.

XS
SM
MD
LG