د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ۱۰ میلیونه افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د اندېښنې په ښودلو وايي، اوس مهال په دغه هیواد کې ۱۰ میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف نن دوشنبه سپټمبر ۲۰ (وږې ۲۹) پر خپل ټویټر پاڼه بشري مرستو ته د افغان ماشومانو اړتیا بې سارې بللې او ویلي دي: "چې د افغان ماشومانو او ښځو ترڅنګ درېدو دومره بېړنی وخت هیڅ کله نه و رامنځته شوی."

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان یو لوړپوړي غړي خبرداری ورکړی و چې افغانستان او سمهال د «بشري ناورین» له سقوط سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر رامیز الکباروف د روانې سپټمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه وویل چې جګړه، وچکالي او بشري مرستو کمېدل هغه لاملونه دي چې له امله یې د افغانستان خلک له بشري ناورین سره مخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړې وه چې ملګري ملتونو د بېړنۍ بودجې غوښتنه کړې تر څو افغانستان ته خوارکي مواد انتقال شي. د ملګرو ملتونو د دغه مقام په وینا لږ تر لږه ۲۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده چې تر څو په افغانستان کې د ماشومانو لپاره بېړني خوراکي مواد واخیستل شي.

هغه ویلي و که چیري دغه خوراکي مواد پر وخت چمتو نشي په افغانستان کې به ماشومان خوراکي موادو ته لاس رسئ ونلري.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي و چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۸ میلیون وګړي چې ددغه هیواد نفوس څه باندې نیمايي برخه تشکیلوي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دې وروستیو کې د خوراک نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې سخته لوږه په زیاتېدو ده او کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د خوراکي موادو پيدا کېدو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د یو ټلیفوني سروې له مخې چې د تیري اګست میاشتې له ۲۱ څخه بیا د سپټمبر میاشتې تر پنځمې تر سره شوې وه ۹۳ سلنه کورنیو ویلي و چې د خوړو لپاره کافي غذايي مواد نلري.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې د سویس کنفرانس کې له افغانستان سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستو برابرولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG